د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د توپان او سیلونو له امله نن په موزمبیق کې ملي ماتم دی


په موزمبیق کې سیلابونه
په موزمبیق کې سیلابونه

نن په موزمبیق کې ملي ماتم دی. دا ماتم پرون د دغه هېوادو ولسمشر وروسته تر دې اعلان کړ چې دا اندیښنه یې وښوده چې د توپان او سیلونو له امله به د تلفاتو شمېر زرو ته ورسېږي.

د موزمبیق ترڅنګ زیمبابوې هم دې توپان ځپلې ده.

د موزمبیق په بیارا ښار کې پرون هم د ژغورنې عملې په سلګونو کسان له سیلونو وژغورل.

د ۱۷۰ کیلومتر یو ساعت په سرعت توپان د تیرې پنجشنې په ورځ د موزمبیق بیارا سمندرغاړی ښار وځپه او بیا د زیمبابوې او ملاوي په لور وخوځېده.

دغه سخت توپان ودانۍ نړولې او په‌دې درې افریقایي هېوادو کې یې په میلیونونو کسان له خطر سره مخامخ کړي دي.

په زرګونو کسان ونو ته پورته شوي او د کورونو بامونو ته یې پناه وړې ده.

د بیارا ښار ته غځېدلې لارې ړنګې شوې او سخت باران د ژغورنې هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي. بشري مرستې او د ژغورنې هڅې تر ډېره په هیلکوپټرو کیږي.

تر اوسه تأیید شوي شمېرې ښیې چې لږترلږه ۲۰۰ تنه په موزمبیق او ۹۸ تنه په زیمبابوي کې وژل شوي، د تلفاتو شمېر په زیاتېدو دی او د ژغورنې عمله نوي جسدونه پیدا کوي.

په موزمبیق کې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې ودانۍ
په موزمبیق کې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې ودانۍ

دغه توپان او سیلونو د څښاک اوبو د ککړتیا له امله د اخېستونکو ناروغیو ویره پیدا کړې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو د چارو یوه همغږه کوونکي ګت وردوانک وویل:

"د بیارا ښار اوسیدونکي له هغو څاه ګانو اوبه څښي چې هلته له کلورینه کار نه‌دی اخېستل شوی، نو امکان لري چې دا اوبه پاکې نه‌وي چې له دې امله به تنفسي ناروغۍ پيدا شي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف اټکل کړی دی چې دغه توپان او سیلونو نژدې ۲۶۰۰۰۰ ماشومان له خطر سره مخامخ کړي دي.

د موزمبیق دوهم ستر بندر په بیارا کې دی چې دا ښار شاوخوا پنځه لکه نفوس لري.

د موزمبیق ولسمشر فیلیپ نیوسي پرون درې ورځنی ماتم اعلان کړ، ده وویل چې ښایي د دې توپان او سیلونو له امله د تلفاتو شمېر تر زرو پورې ورسېږي.

بل لور ته د زیمبابوې ولسمشر امرسون منانګاګوا له اغېزمن شوي ښار چیمانیاماني څخه د لیدو پرمهال وویل، حکومت به هڅه وکړي چې په راتلونکي کې څوک داسې کورونه ودان کړي چې د طبیعي پیښو په وړاندې ډیر مقاومت ولري.

د زیمبابوې په کلیو بانډو کې اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی، خلک دا وس نه‌لري چې پاخه کورونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG