د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ملګري ملتونه: سیلابونو تر ۱۲۲۰۰۰ ډېر افغانان مرستو ته اړ کړي دي


ارشیف، په کندهار کې سیلاب ځپلو سره د امنیتي ځواکونو مرستې لیدل کېږي
ارشیف، په کندهار کې سیلاب ځپلو سره د امنیتي ځواکونو مرستې لیدل کېږي

په افغانستان کې د سیلابونو له امله په ۱۴ ولایتونو کې د سر او مال د زیان وېره په زیاتېدو ده.

پر دې اندیښنې پرون په ارګ کې خبرې وشوې او ملګري ملتونه وایي چې په لسګونو زره کسان تر دې مه سیلونو ځپلي دي.

په افغانستان کې د نویو سیلابونو د بهېدو وېره په داسې وخت کې زیاته شوې ده چې د ملګرو ملتونو په وینا سیلابونو تر ۱۲۲۰۰۰ ډېر افغانان مرستو ته اړ کړي دي.

د پسرلي له پيلېدو سره په افغانستان کې هوا توده شوې ده چې له دې سره په غرونو کې د ژمي پرمهال د درنو ورېدلو واورو د ویلي کېدو وېره ډېره شوې ده.

د افغانستان د کابینې غونډې ته د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني وویل چې هوا ډېر ژر په تودېدو ده نو باید ژر تر ژره مرستې ورسېږي:

"هرات سخته صدمه لیدلې، ما پرون د هرات له والي صاحب سره خبرې وکړې. شینډنډ د دوهم ځل لپاره ځپل شوی. موږ د نړیوالو مرستو په لټه کې یوو، خو په لومړي ګام کې باید ډېر ژر لاس په کار شو."

د هرات د چارواکو په وینا په ۱۳۹۷ کال کې په هرات کې ۲۵۰ میلي متره باران ورېدلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل:

"ډېر په رباط سنګي، غوریان، زنده جان او کوهسان کې تلفات اوښتې دي او په‌دې سیمو کې سیلونو تر زرو ډېر کورونه اغېزمن کړي دي."

ارشیف، د کندهار سیلاب ځپلي
ارشیف، د کندهار سیلاب ځپلي

د اسوشیټېډ پریس اژانس د معلوماتو له مخې تراوسه د بارانونو له امله بهیدلو سیلابونو ۶۳ تنه په افغانستان کې وژلي دي.

د هرات سربیره، فراه، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې سیلونو په‌کې خلکو ته د سر او مال ډېر زیان اړولی دی.

د دغو ولایتونو په لېرې پرتو سیمو کې د ناامنیو له امله د مرستو رسول هم سخته دي او په ځینو مواردو کې ممکنه نه‌دي.

XS
SM
MD
LG