د قزاقستان مستبد ولسمشر نور سلطان نظربایف چې ۳۰ کالهيې هېواد په خپله قبضه کې وساته، د خپلې استعفا په پروني اعلان ډېر خلک حیران کړل.
هغه خلکو ته وویل چې له واکه د لیرې کېدو ګرانه پرېکړهیې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"سږ کال زموږ د هېواد د ستر مشر په توګه زما د واکمنۍ ۳۰مه کالیزه ده. زموږ ستر ولس ماته لوی ویاړ وبخښه چې د خپلواک قزاقستان لومړنی ولسمشر یې کړم."
ډېر خلک نور سلطان نظربایف ځکه ستایي چې د خپلې واکمنۍ په دوران کې یې هېواد د انرژۍ په يوې اډې تبدیل کړ، خو نور بیا د ولسواکۍ د معیارونو د ماتولو او د ټولو مخالفینو د بېرحمانه ځپلو له کبله سخت انتقاد پرې کوي.
سره لهدې چې نظربایف له ولسمشرۍ لاس اخلي، خو د دې لپاره چې څو پیاوړي منصبونهیې ځان ته پرېښي دا پوښتنه کېږي چې ایا دی په رښتیا واک پرېږدي؟
نظربایف به بیا هم د امنیت شورا، د نوراوتان د ګوند چې خپلهیې جوړ کړی او د قزاقستان د مقننه شورا مشري کوي.
۷۸ کلن نظربایف د پخواني شوروي اتحاد د دوران وروستۍ ولسمشر مشر دی چې استعفا کوي، خو د استعفا د اعلان پر مهالیې وویل چې د ملت د مشر لقب چې په ۲۰۱۰ میلادي کال پارلمان وربخښلی د تل لپاره به د ده وي.
پاول ګوبل د سیمې یو کارپوه ازادي راډیو ته وویل چې نظربایف له واکه نهلیرې کېږي، خو کله چې نوی ولسمشر واک ترلاسه کړي، نو د نظربایف صلاحیتونه به یو څه کم شي.
ګوبل وايي، قزاقستان د انتقال په مرحله کې دی چې یو کال یا زیاته موده به ونیسي، خو د واک د تداوم انقطاع چې د نظربایف د مرګ په صورت کې یې ګمان کېده رامنځته نهشي.
ایریکا مارات په واشنګټن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاده هم پهدې باور ده چې د نظربایف حضور به په قزاقستان کې د څه مودې لپاره محسوس وي او شخصیت پرستي بهیې څو لسیزې ژوندۍ پاتې شي.
قاسم جومارت توکایف د قزاقستان د سنا د مجلس مشر د چهارشنبې په ورځ د هېواد د سرپرست ولسمشر په توګه لوړه وکړه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر انتخاباتو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د نظربایف مشره لور دارېګه نظربایف په اتفاق د رأیو د سنا د مجلس نوې رئیسه وټاکل شوه.
خو نظربایف به د ملي امنیت د شورا د مشر په توګه د هېواد بهرنی سیاست سمبالوي.
له نوروزه دوه ورځې مخکې د نظربایف د استعفا اعلان کېدای شي ځانګړی اهمیت ولري.
د نوي کال نوروز به د ۱۹ میلیونه قزاقیانو لپاره یو نوی پیل وي او دوی کولای شي چې د نوروز په رخصتۍ کې په خپل سیاسي ژوند کې د دغه لوی بدلون په هکله سره خبرې وکړي.
کرملېن وویل چې ولسمشر پوتین نظربایف سره د سې شنبې ورځې په خبرو کې د هغه د استعفا په هکله هم وغږېده.
د روسیې د سنا د مجلس مشرې والنتینا ماتویینکو د نظربایف استعفا یوه جدي او له توقع بهر یوه مسئله وګڼله، خو ویېویل کهيې خپله دا پرېکړه کړې وي، نو ضروري وه.
په قزاقستان کې د امریکا پخواني سفیر ویلیام کورتني د اقتصادي اصلاحاتو او د انرژي په منابعو کې د لوېدیځو کمپینو د پانګونې له کبله د نور سلطان نظربایف ستاینه وکړه، خو دا یې هم وویل چې د واک د انتقال مرحله به د سیاسي بحثونو د پرمختګ او د زنداني خبریالانو د خوشې کېدو لپاره یو ښه فرصت وي او دا چې په قزاقستان کې سولهییزو مظاهرو او د خپلواکو ګوندونو فعالیت ته اجازه ورکړل شي.