د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

"م.م": د نشه‌يي موادو له امله د خلکو د مړينې کچه ډېره شوې


د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فډوټوف
د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فډوټوف

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په نړۍ کې د نشه‌يي موادو له امله د مړينې د ډېروالي خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا «UNODC» له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون د غړو هېوادونو استازو په ویانا کې «۶۲» مه غونډه وکړه.

د غونډې په پيل کې د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فډوټوف وويل، د اعتياد پراخوالي ته په کتو سره د نړيوالې ټولنې مسؤليت نور هم زياتوي.

نړيواله ټولنه بايد د نشه‌يي موادو د تولید مخنیوی وکړي او پرېنه‌ږدي چې نشه يي مواد بازارونو ته ورسېږي.

ښاغلي فډوټوف زیاته کړه:

"ګواښونه ورځ په ورځ په داسې حال کې ‌ډېرېږي چې له نشه‌يي موادو سره زموږ مبارزه پڅه شوې ده. د هیروئینو، کوکائینو، شیشې او نشه‌یې ګولیو د تولید له ډېرېدو سره د خلکو د مړیني کچه هم لوړه شوې، خو د درملنې په برخه کې خدمات، روغتیايي مرستې او اجتماعي خدمات ډېر کم شوي دي."

په‌دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او ملي امنیت شورا د استازو یوه پلاوي هم ګډون درلود چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت معین ادریس زمان کوله.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش غونډې ته وویل، بازارونو ته د نشه‌يي موادو لېږلو او غوښتنې ډېروالي نه یوازې دا چې روغتیايي ستونزې را پیدا کړي، بلکې د ملګرو ملتونو سازمان انکشافي پروګرامونه یې هم ټکني کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش

ګوترش زیاته کړه:

"له یو بله زده کړه او تجربو شریکولو له لارې کولای شو چې بازارونو ته د نشه‌يي موادو رسېدل او غوښتنه را کمه کړو. دغه ډول امنیت پراخ، بشري حقونه خوندي او د انسان روغتیا وساتو. راځئ چې په خپلو ګډو ژمنو عمل وکړو او د نشه‌يي موادو د مخنیوي په برخه کې له ګټورو لارو چارو څخه کار واخلو."

که څه هم د نړۍ ډېری کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي چې نشه‌يي موادو دا مهال ۳،۵ افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له ازادي راډیو سره په خبرو کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د نړیوالو مرستو د کموالي خبر ورکړ.

ښاغلی فیروز وايي، دوی هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې لپاره کورني امکانات او مالي سرچينې پيدا کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

دی وايي:

"مالي سرچینې محدودي دي، بهرنۍ مرستې ورځ په ورځ کمېږي، دولت د دې توان نه‌لري چې په یوازې ځان مبارزه ورسره وکړي. موږ پر تنباکو مالیه دوه برابره لوړه کړه، هدف مو دا دی چې له دې لارې د معتادینو د درملنې لپاره مالي سرچینې پیدا کړو. موږ کولای شو چې له دې لارې په کال کې له دېرشو څخه نيولې بيا تر پنځوسو میلیونو ډالرو پورې د روغتیا سکټور ته ځانګړي کړو، په‌دې ډول به وکولی شو چې د مرستو کمی جبران کړو."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس د غونډې په پای کې له ګډونوالو هېوادونو څخه وغوښتل، په مالي او تخنیکي برخو کې دې له هغو هېوادونو سره مرستې وکړي چې د نشه‌يي موادو د تولید او استعمال له ستر ګواښ سره مخ دي.

په غږ کې یې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG