د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د افغانستان ولسمشریز انتخابات د میزان ۶مې ته وځنډېدل


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ولسمشریزو انتخاباتو کې ځنډ اعلان کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولسمشریز، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات، له پخوانی اعلان شوې نېټې نه شاوخوا، دوه میاشتې وروسته ترسره کوي.

د دغې کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» په یوې خبري ناسته کې وویل:

"د انتخاباتو د قانون د احکامو د ښه پلي کېدو په تېره د ۱۹ مادې د حکم او همدارنګه د شفافیت، د نوم ثبتولو د عملي کېدو او په خوندي توګه د رأيې ورکوونکو د تشخیص په خاطر دې، د جمهوري ریاست، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات، د ۹۸ لمریز د میزان په ۶ مه ترسره شي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله ښيې چې حکومت او نړیواله ټولنه دې، د ضرورت وړ بودجه په خپل وخت، کمېسیون ته برابره کړي.

د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د جمهوري ریاست، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي انتخابات، د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون د مادو په پام کې نیولو او په تېرو انتخاباتو کې د تېروتنو د تکرار د مخنیوي په خاطر وروسته شوي دي.

د انتخاباتي کمېسیونونو پخوانیو غړيو د دغو انتخاباتو نیټه د ۹۸ لمریزکال د سرطان ۲۹مه اعلان کړې وه.

د انتخاباتو ځیني څارونکي بنسټونه وايي، باوري دي چې د جمهوري ریاست، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات، د وخت، بودجې او نورو مواردو د کموالي له امله، د سرطان په ۲۹مه نه شي ترسره کیدلی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس یوسف رشید د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تصمیم مجبوریت ګڼي او وايي، دغه کار د قانون خلاف دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"غوره تصمیم نه‌دی، د قانون خلاف دی، خو له مجبوریته کمېسیون بله لاره نه درلوده او اړ وو چې د انتخاباتو نېټه وروسته کړي، خو بیا هم دغه کار د اساسي قانون خلاف دی."

د انتخاباتو کمېسیون په‌داسې حال کې د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه وروسته کوي چې تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو بشپړ نتایج نه‌دي اعلان شوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG