د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۸

د فوټبال په سیالیو کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه

د فوټبال د ایرمارین مالیزیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې په مالیزیا کې ترسره شوه، افغانستان له عمانه پنځه د صفر په وړاندې ماتې وخوړه.

د دغه سیالیو بله لوبه اوس‌مهال د مالیزیا او سنګاپور ده چې ګټونکې لوبډله به‌يې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکې سې شنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

په‌دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ عمان، مالیزیا، او سنګاپور برخه لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG