د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ویسا: د انتخاباتو په کمېسیون کې د بایو مټریک ۵ زره دستګاوې ورکې دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د کابل او واشنګټن ترمنځ د وروستیو ناندریو په اړیکه په یوه مطلب کې لیکلي چې ښايي دا اړیکې نورې هم ناندریزې شي.

په مطلب کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په حواله راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له تُندو څرګندونو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ښايي په راتلونکي کې نور هم ډېر شي.

خو په مطلب کې د واشنګټن پوسټ له قوله وړاندې راغلي چې د ملي یووالي حکومت د دغه تقابل، د سولې له روانو مذاکراتو څخه د بهر پاتې کېدو او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ له کبله له سختو فشارونو سره مخ دی او دغو فشارونو سره د مقابلې لپاره وخت، ملګري او بدیلې لارې هم نه‌لري.

په مطلب کې همدا شان راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني هیله‌مند و چې د ۱۷ کلنې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو او د سولې د اتل په توګه به یو وار بیا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، خو دا چې اوس د مذاکراتو له پروسې بهر پاتی دی، نو قهرېدلی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې واشنګټن پوسټ د امریکا د ویلسن مرکز د افغانستان د چارو یو متخصص مایکل کوګلمن ویلي دي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او افغان حکومت د سولې له بهیره لیرې وساتل شي، نو ښايي د واشنګټن او کابل اړیکې لاپسې خرابې شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان پر انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو په حواله خبر ورکړی چې د انتخاباتو په کمېسیون کې د بایو مټریک ۵ زره دستګاوې ورکې دي.

ورځپاڼې ته د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا ویلي چې د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو لپاره ۲۲ زره بایو مټریک دستګاوې اخیستل شوي، خو د دوی د موندنو او شواهدو له مخې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې ۵ زره دغه دستګاوې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ناغېړۍ له امله ورکې شوې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د نوي کال راتګ ته هیله ښودلې او په سرمقاله کې يې لیکلي دي چې ۱۳۹۸ لمریز کال دې د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو کال شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د افغانانو لپاره خونړی وو او زرګونه افغانان په‌کې ووژل شول.

سرمقاله لیکونکی په تېر کال د سولې په خبرو کې پرمختګ تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بولي او هیله لري چې په ۱۳۹۸ کال کې به دا خبرې ښې نتیجې ورکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې طالبان هم باید نور پوه شي چې له افغان لوري پرته خبرې کول کومه ښه نتیجه نه‌شي ورکولای باید طالبان بین‌الافغاني خبرو ته حاضر شي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره که طالبان په دې فکر وي چې په افغانانو به په زور او یا هم ځان ته حکومت وکړي، نو تېروتلي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د نوي کال د جشن د لمانځلو په پار د کلکو او پراخو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی دی.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې دغه جشن به د کابل په کارتې سخي، ارګ، بابر بڼ او د بلخ په مزار شریف ښار کې په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.

په سرمقاله کې ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړل شوی چې امنیتي ځواکونو د دغه مراسمو کلک امنیتي تدابیر نیولي او ټول هېوادوال دې په ډاډه زړه په مراسمو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG