د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

نور سلطان نظربایف د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه


نور سلطان نظربایف
نور سلطان نظربایف

نور سلطان نظربایف له نږدې ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه.

نږدې درې لسیزې کار او واک او بالاخره ګوښه کېدل، نور سلطان نظربایف له ۴۹ کلنۍ څخه د قزاقستان د حکومت مشري کوله.

نوموړی چې اوس ۷۸ کاله عمر لري، د پخواني شوروي اتحاد له نړېدو وروسته‌یې د دې هېواد د لومړي رهبر په توګه د ۱۹۹۰ میلادي کال د اپرېل په ۲۴مه نېټه کار پیل کړی و.

نظربایف د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۸» په یوه ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې بالاخره‌یې د استعفا ستونزمنه پرېکړې کړې ده.

نوموړي وویل:

"سږ کال مې د هېواد د مشر په توګه د کاري دورې ۳۰مه کلیزه ده. ما د خپلو ویاړلو خلکو له‌خوا دا ستر ویاړ درلود چې د خپلواک قزاقستان لومړنی رهبر واوسم."

نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» به قسیم توقي بایف د قزاقستان د مؤقت ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

په‌دې ترتیب ټاکل شوې چې په‌دې هېواد کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

ویل کېږي چې د نور سلطان نظربایف له‌خوا د استعفا ناڅاپي اعلان په قزاقستان او نړۍ کې ډېر خلک حیران کړي.

اروپايي ټولنې د نظربایف له دې اعلان وروسته نوموړی ستایلی او د سولې، ثبات، امنیت او اصلاحاتو لپاره‌یې د نوموړي هڅې مهمې بللې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني ویلي، د نظربایف د ولسمشرۍ پر مهال قزاقستان په سیمه او نړۍ کې د یو ښه همکار په توګه پاتې شو.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، نور سلطان نظربایف د دې هېواد د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه د ګوښه کېدو پرېکړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم شریکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دواړو مشرانو توافق کړی چې خپلو کې به په راتلونکې کې هم اړیکې ساتي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د پوتین او نظربایف ترمنځ ټیلیفوني خبرې تأیید کړي، خو په اړه‌یې ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

نور سلطان نظربایف په قزاقستان کې د مشرتابه د اوږدې مودې له کبله د بشري حقونو او سیاسي فعالانو له انتقادونو سره مخ و.

اوس هم انتقادونه شته چې د قزاقستان د ملي امنیت شورا د مشرتابه څوکۍ چې نظربایف ته ورکول کېږي ډېر واکونه لري او نوموړی به لا هم پرېکړو کې مهم رول ولري.

نظربایف یو واده کړی او د داریګه، دیناره او عالیه په نوم درې لوڼې لري.

XS
SM
MD
LG