د یو شمېر ناروغانو کورنۍ ادعا کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بهر ته د ناروغانو د لېږد په پروسه کې عدالت په پام کې نهنیسي.
دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د ناروغانو اسناد تکمیل دي، خو عامې روغتیا وزارت بهر ته د لېږد لپاره همکاري نهکوي.
د یوه ناروغ پلار احمد سیر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۸» په دې اړه زیاته کړه:
"موږ عامې روغتیا وزارت ته په کراتو مراجعه وکړه، خو هغوی وویل چې ټول لګښتیې د ناروغ په غاړه دی چې په هر ناروغ دوه تر درې زره ډالرو پورې لګښت راځي، خو موږ د دومره پیسو د لګولو توان نهلرو."
احمد سیر د خپل ۲۳ کلن زوی مجتبی راتلونکي ته اندېښمن دی چې د ګردې ناروغي لري او ډاکترانو ورته ویلي چې دننه په هېواد کې یې درملنه ناشونې ده.
د مجتبی مور «دیبا» د خپل زوی د ناروغۍ په اړه وايي:
"زما ۲۳ کلن زوی دی چې څلور کاله کېږي ګردې یې له فعالیته لوېدلي، روغتونونو ته مې وې ووړ، خو ګټهیې ونهکړه، عامې روغتیا وزارت ته مې مراجعه وکړه، څو بهر ته د تلو یوه لاره وښیي، خو ګټهیې ونهکړه."
دا پهداسې حال کې ده چې په کلني ډول لسګونه ناروغان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ بهرنیو هېوادونو لکه ترکیې او هند ته استول کېږي.
خو دغه پروسه په کراتو له انتقادونو سره مخ شوې چې ګنې دغه ناروغان د پیسو یا د اړیکو په پر بنسټ بهر ته د درملنې لپاره لېږل کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار دغو انتقادونو ته داسې ځواب وايي:
"هغه ناروغان چې په افغانستان کې یې درملنه نهکېږي، دا د اړیکو پر بنسټ نه، بلکې د شفافې پروسې له لارې لېږل کېږي، د دغه پروګرام له لارې په کلني ډول ۲۰۰ کسان لېږل کېږي چې یوازې د الوتکې د ټکټ بیه ناروغ پرې کوي."
د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو د لېږد په پروسه کې محدودیتونه دلته نهخلاصه کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، هڅه کېږي څو بهر ته د افغان ناروغانو د لېږد پروسه محدوده او دننه په هېواد کې روغتیايي خدمتونه پراخ شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ طبي تورېزم ته پراختیا نهورکوو، خلک هم نههڅوو او پلوي یې هم نهکوو، زموږ هڅه دا ده څو دننه په هېواد کې د افغانانو درملنه وشي."
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه هڅې د «دیبا» او ناروغ زوی لپارهیې د قناعت وړ نهدی، ځکه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کېدل پیسو او وخت ته اړتیا لري هغه څه چې د «دیبا» کورنۍ یې نهلري.
راپور: ناجیه ساپۍ