د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

بریالي کاندیدان: د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې پرانېستې ته دې نېټه وټاکل شي


د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړنیو او وروستیو پایلو کې بریالي شوي یو شمېر کاندیدان له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې د انتخاباتو پاتې پایلې ژر اعلان کړي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د روانې کب میاشتې په ۱۵مه د ولسي جرګې ۱۶م دورې نوی کال افتتاح شي، خو لا هم د دغې جرګې دروازه تړل شوې ده چې لامل یې انتخاباتي جنجالونه بلل کېږي.

د تېرو انتخاباتو په لومړیو او وروستیو پایلو کې بریالي شوي، یو شمېر کاندیدان په کابل سره راټول شوي وو او د دولت له مشرتابه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د پرانېستې مراسمو لپاره نېټه وټاکي.

دوی په یوه اعلامیه کې له انتخاباتي کمېسیونونو هم وغوښتل چې د پارلمان د افتتاح لپاره د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې ژر اعلان کړي.

دغه اعلامیه له کونړ ولایته ولسي جرګې ته په وروستیو پایلو کې بریالي شوي کاندید نعمت‌الله کریاب ولوسته:

"موږ د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې منتخب وکيلان له حکومت، انتخاباتو او شکایتونو له کمېسیونونو په کلکه غواړو چې د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې ژر تر ژره اعلان کړي، نور دغه ځنډ ولس ته یوه ورځ هم د منلو وړ نه‌دی."

وړاندې په اعلامیه کې راغلي د دولت د درېیمې قوې یا پارلمان نه‌شتون د نظام د کمزورتیا سبب ګرځي او د چا له نوم اخېستو پرته‌یې تور پورې کړی چې په دواړو کمېسیونونو کې یو شمېر کسان په لوی لاس غواړي د انتخاباتو پایلې له خنډ سره مخ کړي.

د افغانستان د پارلمان ودانۍ
د افغانستان د پارلمان ودانۍ

دا په‌داسې حال کې ده چې نېږدې پنځه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول، خو ۱۴ ولایتونو د انتخاباتو وروستۍ پایلې لا نه‌دي اعلان شوې.

له قانون سره سم د ولسي جرګې له رخصتیو وروسته د ۱۶مې دورې نوی کال باید د روانې حوت میاشتې په ۱۵مه پيل شي، خو تر اوسه هم دغه دوره نه‌ده پيل شوې.

بل‌خوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا د پایلو په ځنډ باندې انتقاد کوي، خو په عین حال کې له کمېسیونونو غواړي چې د پاتې رأیو په اعلان کې له شفافیته کار واخلي.

د دغه بنسټ غړې صغرا سادات د اعلامیه برخه داسې ولوسته:

"د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي باید له ناپاکو رأیو نه د پاکو رأیو د تفتیش او څار مېکانېزم چمتو کړي، له انتخاباتي اړوند بنسټونو سره دې هڅه وکړي چې تورې رأیې له سپینو نه جلا کړي چې د خلکو په ځانګړي توګه د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو قناعت حاصل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ولسي جرګې د کاندیدانو د نوې غوښتنې په اړه د انتخاباتو د کمېسیون نظر را واخلو، خو هغوی په‌دې اړه له خبرو کولو نه ډډه وکړه.

خو یاد کمېسیون شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې د ولسي جرګې د پاتې ۱۴ ولایتونو د رأیو وروستۍ پایلې به په ۱۵ ورځو کې اعلان شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG