د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین او مدني فعالان ادعا کوي چې د دغه ولایت والي د بیان د ازادۍ مخه نیولې او ګواښ یې ورته کړی کهيې پر زیان خبره وکړي، نو څارانوالۍ ته به يې معرفي کړي.
دوی وايي، والي تازه پهدغه ولایت کې یو تن مدني فعال پهدې خاطر څاروانوالۍ ته معرفي کړی چې د خلکو غږ يې راپورته کړی.
د والي ویاند بیا وايي، والي ځکه دا ګواښ کړی چې پر اداري مسؤلینو یو شمېر کسان بې ځایه انتقادونه کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د کب یا حوت په۹مه نېټه د سرتېرو د نړېوالې ورځې په لمانځغونډه کې د ارزګان والي ګواښ کړی و، که چا د دولت په زیان خبره وکړه، نو څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: