د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۶

امریکا د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره خپلې اړیکې پرې کړي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې متحده ایالاتو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړي دي.

ښاغلي محب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سخت انتقادونه وکړل.

په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ پر روانو خبرو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب له تند انتقاد وروسته، د امریکا یوه جګپوړي ډيپلومات ولسمشر اشرف غني ته ویلي دي چې امریکايي چارواکي له دې وروسته له ښاغلي محب سره اړیکې بندوي.

روېټرز خبري اژانس په دې اړه د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی دی.

ښاغلي محب د تېرې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور ولګاوه چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو برعکس د افغان حکومت مشروعیت اخلي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

​محب زیاته کړه چې خلیلزاد ښايي د یوه موقت حکومت د جوړولو هڅه کوي، څو دی بیا د وایسرای په توګه کار پکې وکړي.

وایسرای د بریتانوي استعمار پر مهال د هند د نیمې وچې لپاره د موظفې ادارې د مشر لقب و.

سرچینو روېټرز ته ویلي چې له دې څرګندونو یوه ورځ وروسته په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډیوید هېل له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون تماس ونیو او ورته ویې ویل چې محب له دې وروسته واشنګټن ته نشي تللی.

یو پخوانی افغان چارواکی چې د موضوع د حساسیت له وجې نه غواړي خپل نوم افشا کړي، وايي چې هېل غنی ته وویل چې د امریکا ملکي او پوځي چارواکي به له دې وروسته له محب سره په کابل او واشنګټن کې خپل تماسونه بند کړي.

دغه پخواني چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې له دې څرګندونو د امریکايي چارواکو هدف دا دی چې ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار لېرې کولو ته اړ کړي.

د امریکا په کانګرس کې یوې سرچینې له روېټرز اژانس سره په خبرو کې منلې ده چې د محب د لېرې کولو لپاره پر ولسمشر غني فشار د دې مسئلې د حل یوه لاره ده، ځکه چې د نوموړي په وینا، د افغانستان د ملي امنیت شورا غړو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بودجه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي د تېرو پنځو پړاوونو په خبرو کې افغان حکومت ګډون نه درلود او ځکه په دې خبرو کې له پرمختګ وروسته د ولسمشر غني په ګډون افغان چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د سولې په خبرو کې د ښځو د تعلیم په څېر د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي.

ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

حمدالله محب په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر په توګه له دندې وروسته د ملي امنیت د سلاکار په دنده وګمارل شو.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او افغان حکومت سمدستي په دې اړه څه نه ويلي، خو په قطر کې د افغانستان سفیر فیض الله کاکړ پرون له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه باید نور هېوادونه خبرې اترې ونه کړي.

طالبانو او امریکايي چارواکو تأیید کړې چې د دوی په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش او همداراز د دې ضمانت په اړه خبرې شوي چې د افغانستان له قلمرو څخه به د نورو هېوادونو پرضد فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي کاکړ ویلي چې یوازې افغان حکومت په دې اړه پرېکړه کولای شي چې د افغانستان قلمرو باید د نورو هېوادونو پرضد ونه کارول شي.

XS
SM
MD
LG