د هالنډ پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته یو مشکوک کس چې په ترکیه کې زېږېدلی، نیولی دی.
د هالنډ پولیسو مخکې له دې چې د اوترخت د پېښې مشکوک ۳۷ کلن ګاکمن تانیس ونیسي، د لټون پراخ عملیات پیل کړي وو.
پولیسو د دغه کس د یوه عکس د خپرېدو ترڅنګ، له خلکو هم غوښتي وو چې هغه ته نږدې نشي.
د اوترخت د پولیسو مشر راب وان بری په یوه خبري غونډه کې وویل چې اصلي مشکوک یې ونیو.
د هالنډ له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي ادارې رئیس پیټرجاپ آلبرسبرګ هم تأیید کړه چې د ډزو اصلي مشکوک نیول شوی دی.
د هالنډ صدراعظم مارک روټ وویل چې بریدګر بې ګناه کسان وژلي دي.
ده وویل:
"په اوترخت کې حملې زموږ هېواد ته ټکان ورکړ، پولیس او د عدلیې وزارت په دې اړه څېړنه کوي چې دقیق څه پېښ شوي دي."
د هالنډ یوه څارنوال ویلي چې ښایي د دې پېښې د انګېزې ترشا کورني مسایل پراته وي.
په عین حال کې د ترکیې دولتي رسنیو د مشکوک کس د خپلوانو له قوله ویلي چې هغه پر یوه خپل په ټرموای کې ډزې وکړې او وروسته یې پر نورو چې له هغه سره یې مرسته کوله، ډزې پیل کړې.
تر دغې پېښې وروسته په دې ښار کې ښوونځي تړل شوي او په هوایي ډګر او نورو مهمو ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د استخباراتو اداره یې تحیقیقات کوي، ترڅو معلومه کړي چې د دغې پېښې تر شا ترورېستي انګېزه پرته ده، که شخصي.
د هالنډ په اوترخت کې د دوشنبې د ورځې دا پېښه وروسته له هغې کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو د ډله ییزې وژنې په پېښو کې چې هغه د دې هېواد چارواکو ترورېستي حملې بللې، پنځوس تنه ووژل شول او له څلوېښتو زیات ټپیان شول.