تمه ده چې په هاګ کې د جنګي جرایمو محکمه د بالکان د جګړې پرمهال د بوسنیا صرب مشر رادوان کاراځیچ د قضیې په اړه خپل حکم د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.
د هاګ څارنوالانو د بالکان د جګړې پر مهال د بوسنیا د صرب وسله والو پر مشر رادوان کاراځیچ د ډله ییزې وژنې یا جینوسایډ د دوهم لګول شوي تور په اړه چې برائت پکې ورکړل شوی، د استیناف غوښتنه کړې.
دوی کاراځیچ ته د عمري بند سزا غواړي.
ټاکل شوې چې قضايي پلاوی د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰مه د دې غوښتنې په اړه خپل حکم اعلان کړي.
تمه ده چې د دې حکم له اعلان سره د پخوانۍ یوګوسلاویا له پرځېدو وروسته په بالکان کې د پیل شوې کورنۍ جګړې د مهال د لویو جنګي جرایمو حقوقي جګړه به هم پای ته ورسېږي.
په هاګ کې د جنګي جرایمو نړیوالې محکمې رادوان کاراځیچ په ۲۰۱۶ کال کې د څو جرمونو له کبله په ۴۰ کاله بند محکوم کړ.
دا حکم د پخوانۍ یوګوسلاویا ځانګړې نړیوالې محکمې چې په ۲۰۱۷ کال کې یې تشکیل رسماً لغوه شو، رد کړ، خو د بالکان او رواندا د جنګي جرایمو قضیې اوس مهال د جرمونو د نړیوالو محاکمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی میکانیزم پرمخ بیايي.
پر کاراځیچ په لګېدلو تورونو کې یو دا و چې د بوسنیا صرب ځواکونو په ۱۹۹۵ کال کې د ده په امر له ۸۰۰۰ زیات مسلمان نارینه او تنکي ځوانان په صربرنیڅا ښار کې په ډله ییز ډول وژلي.
دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې له انسانانو سره د قساوت او بېرحمۍ تر ټولو لویه بوږنوونکې پېښه وه.
۷۳ کلن کاراځیچ چې شاعر او ارواپوه هم و، همداراز د بوسنیا د پلازمېنې سرایوو د څلورکلنې کلابندۍ د پلان په جوړولو هم مجرم پېژندل شوی.
د همدې کلابندۍ پرمهال د بوسنیا ښار له لس زرو زیات اوسېدونکي د هاوانونو او نښه ویشتونکو ټوپکو په ډزو ووژل شول.
کاراځیچ د خپلې قضیې په اړه د محکمو پرېکړې سیاسي بللې دي او په پنځوسو مواردو کې یې د استیناف غوښتنه کړې او وکیلانو یې هم ویلي چې دې محکمو په ډېرو عدلي او قضايي مواردو کې سهوې کړې دي.
له کاراځیچ مخکې د بوسنیا د صربانو پوځي مشر راتلکو ملادیچ په ۲۰۱۶ کال کې په بوسنیا هرزګووینا کې د ډله ییزو وژنو یا جینوسایډ او جنګي جرمونو له کبله په عمري بند محکوم شو.
د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د جګړې پرمهال له سل زرو زیات خلک ووژل شول او شااوخوا ۲،۲ میلیونه خلک په جبر له خپلو مېنو وایستل شول.