د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

په کندهار کې د کتاب لوستلو کمپایني حرکت پیل شو


په کندهار کې د کتاب د مطالعې د کمپایني حرکت غړي
په کندهار کې د کتاب د مطالعې د کمپایني حرکت غړي

په کندهار کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې او د مطالعې د رواج په هدف د ځوانانو يوې ډلې تازه د کتاب لوستنې حرکت پیل کړی.

د دغه حرکت مشر اسد الله اشنا وایي، غواړي چې له دې لارې ځوانان زده‌کړو او مطالعې کولو ته وهڅوي او د ښار په تمځايونو، قهوه ځایونو او نورو مهمو ځايونو کې کتابتون جوړ کړي.

اشنا وایي، تر اوسه‌يې د کندهار په هوایي ډګر کې د بهرنیو چارو ریاست د «VIP» خونو لپاره ۱۰۰ کتابونه مطالعې کولو ته ايښي دي.

​ده وویل:

"له تېرې یوې میاشتې راهیسې موږ دا حرکت راپیل کړی او دا راټول شوي ځوانان د دې لپاره کار کوي چې خلک مطالعې کولو ته وهڅوي او د دې لارې د کتاب لوستنې دود عام کړو."

اشنا وايي، د کتاب راټولونې او کتاب وېشنې دا بهير به‌يې دوام ولري او له کندهار ښاره وروسته به‌يې ولسواليو او نورو ولایتونو ته وغځوي او هلته به هم خلک مطالعې کولو ته تشویق کړي.

خپله ځوانان هم دا ډول هڅې د کتاب او مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره مهمې بولي او له خلکو غواړي چې له دغه حرکت سره د کتابونو په ټولونه او ورکړه کې مرسته وکړي.

له دې ډلې حشمت مجددي وایي:

"له ځوانانو مو غوښتنه دا ده چې د کتاب په راټولونه او د کتابتونو په جوړولو کې همکاري وکړي."

په کندهار کې د ملي کتابتون تر څنګ دا مهال ۱۴۴ کتابتونونه فعال دي چې يو يې د مېرمنو لپاره ځانګړی شوی او یو شمېر نور يې شخصي دي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG