د عبدالعزيز په نوم افغان چې په نيوزيلنډ کې ژوند کوي پرون په ګڼو رسنيو کې د اتل په توګه ياد شو.
دى وايي، هڅهيې کړې، د هغه وسلهوال کس مخه ونيسي چې په کرايست چرچ ښار کې يې پر دوو جوماتونو په حمله کې تېره جمعه ۵۰ کسان ووژل.
په وژل شویو او ټپیانو کې پنځه افغانيالاصله وګړي هم شامل دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت منلې چې د مطیعالله صافي او حاجي داوود نبي په نومونو دوه افغان وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
عبدالعزيز وايي، د حملې په وخت کې په دوهم جومات لينوډ «Linwood» کې و.
د النور په نوم لومړى جومات ورڅخه ٥ کېلو متره فاصله لري.
د عبدالعزيز په خبره دوهم رکعتيې پيل کړى و چې د ډزو اوازونه پيل شول.
هغه له روېټرز اژانس سره په خبرو کې وويل چې دى په بېړه دباندې ووت، حمله کوونکى يې وليد چې نظامي درېشي يې په تن وه.
٤٨ کلن عبدالعزيز زياته کړه چې د کرېډېټ کارډونو يو ماشينيې راواخیست او حمله کوونکى يې ورباندې وواهه.
دى وايي، حمله کوونکي ورباندې ډزې وکړې، خو ده ځان د موټرو په منځ کې پټ کړ.
عبدالعزيز ويلي، وروستهيې د حمله کوونکي هغه ټوپک راواخیست چې ده لاندې اچولى و او بيا يې هم حمله کوونکى تعقيب کړ.
نوموړي زیاته کړه:
"پهدې وخت کې حمله کوونکي خپل ټوپک لاندې واچاوه، خو زه ورپسې شوم. دغه ټوپک مې د هغه پر لوري ګوزار کړ چې د ده د موټر ښيښهيې ماته کړه او ومې ليدل چې دى وبېرېد. ما تهيې سپکې سپورې وويلې او له هغه ځايه لاړ."
د تېرې جمعې حمله د نيوزيلنډ په تاريخ کې په ډلهييزه توګه پر خلکو د ډزو تر ټولو لويه پېښه ګڼل شوې ده.
پر دواړو جوماتونو پهدغو حملو کې نږدې ٤٠ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د نيوزيلنډ صدراعظمې جاسینډا ارډرن «Jacinda Ardern» دا د ترورېزم يو عمل بللى دى.
مشکوک حمله کوونکى ٢٨ کلن برينټُن تارانت «Brenton Tarrant» چې ويل کېږي د سپين پوستو د نژاد پلوى و، د شنبې په ورځ په خپله لومړۍ محاکمه کې په وژنو تورن شو.
تارانت به د اپرېل پر پنځمه بيا هم محکمې ته حاضر کړاى شي.
پوليس وايي پر ده ښايي نور تورونه هم ولګول شي.
ظاهراً ده په فېسبوک کې د دې حملې وېډيو په ژوندۍ بڼه خپروله، هغه تر حملې مخکې هم يوه وينا خپره کړې وه او پناه غوښتونکي يې پهکې «يرغلګر» بللي وو.
د روېټرز اژانس په حواله په وژل شويو کې اکثريتيې کډوال يا هم پناه غوښتونکي دي.
په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعيت نازک ښوول شوى او احتمال شته چې د مړو شمېر زيات شي.
د نيوزیلنډ صدراعظمې د شنبې په ورځ د کرایست چرچ ښار مسلمانانو ته وویل چې هغوی په امن کې د عبادت حق لري او دا به هره مرسته ورسره وکړي.