د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت دوامدار وي


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو رول ارزښتمن بولي او وايي چې په افغانستان کې به د دغه سازمان ماموریت دوامدار وي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي ماموریت د يو کال پرځای شپږ میاشتې تمدید شو، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان نړیوال شریکان په راتلونکې کې د دغه ماموریت تمدید خامخا په نظر کې نیسي.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، يوناما يا د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویې ادارې په افغانستان کې يو لړ مهم کارونه کړي او د کار دوام ته یې په دغه هېواد کې اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي احمدي د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د شپږو میاشتو لپاره تمدید شو، خواشیني یوو، خو له شپږو میاشتو وروسته خامخا تمدیدېږي، د يوناما ماموریت په افغانستان کې بریالی دی او بیا به تمدید شي، موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره نېکې او دوستانه اړیکې لرو او دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماموریت دوام خامخا په نظر کې نیسي."

د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د هغه څه له امله چې د امریکا او چین ترمنځ اختلافات بلل شوي، په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام د يو کال پرځای د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړی دی.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز په دغه هېواد کې د شپږو میاشتو لپاره د دغه سازمان د ماموریت تمدید د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې په دغه موده کې هڅه کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ماموریت اغېزمن او خدمتونه يې پراخ شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دوامدره حضور مهم بولي، خو ټینګار کوي چې د دغه سازمان رول باید لا ګټور او اغېزمن شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم

​ده وویل:

"د ملګرو ملتونو حضور دلته ډېر مهم او بنسټیز دی، د دغه سازمان ماموریت باید د شپږو میاشتو او کال لپاره نه وي، بلکې کلونه نور باید دوام وکړي، خو د دوی د رول، تګلارې او میکانیزم په بدلون سره، هڅه باید وشي چې اغېز یې زیات او کاري تګلاره یې بدله شي."

د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅې، د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول، د اقتصادي برخو بیارغاونه، له اداري فساد او نشه یي توکو سره مبارزه، د بشري حقونو خوندیتوب، له جګړو مخنیوی او يو لړ نور مسایل د ملګرو ملتونو د سازمان له اصلي فعالیتونو څخه دي.

ښاغلی خادم دې ته په اشارې سره چې افغانستان لا هم له جګړې، فساد، بې عدالتۍ او يو لړ نورو جدي ننګونو سره مخ هېواد دی، نو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان دوامدارو همکاریو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG