د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

ولسمشرۍ ته ځيني نوماندان د سولې په خبرو کې د منځګریتوب غوښتونکي شول


آرشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او د سولې د خبرو لپاره طالب استازي
آرشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او د سولې د خبرو لپاره طالب استازي

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو اووه کاندیدان وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې چې اوس د امریکا د استازي او طالبانو ترمنځ په قطر کې روانې دي، باید دوی ته په کې هم برخه ورکړل شي.

دوی د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې یوه مشورتي ناسته پرانيسته او ويې وویل، د سولې په روانه پروسه کې د خلکو استازو ته برخه نه ده ورکړل شوې او څرنګه چې دوی د خلکو استازي دي، باید په دغه پروسه کې شامل او له نظریاتو او مشورو يې ګټه واخیستل شي.

دوی ټینګار وکړ چې د دوی نظریات او مشورې به د سولې روانه پروسه منظمه او ګړندۍ کړي.

د دوی اعلامیه چې د یادې جرګې د غړي شریف تره خېل له خوا ولوستل شوه، په کې راغلي:

"مشورتي جرګه په دې باور ده چې د سیمې د هېوادونو تګلارې د سولې په برخه کې نه یوازې دا چې څرګندې پایلې نه لري، بلکې د اړوندو هېوادونو د ګټو ټکر او د سولې بهیر لاپېچلی کړی دی، د مشورتي جرګې غړي چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د هېواد په ناخوالو کې ښکېل نه وو، کولی شي چې په ښه توګه د هېواد په لانجه کې د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي چې د سولې پېچلې غوټه پرانيستل شي."

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید نورالرحمن لېوال، شهاب حکیمي، حکیم تورسن، ابراهیم الکوزي، فرامرز تمنا، فاروق نجرابي او عنایت الله حفیظ د دغې مشورتي جرګې غړي دي.

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید فرامرز تمنا وویل، د سولې په روانه پروسه کې ښکېل هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي او دا کار د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید فرامرز تمنا
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید فرامرز تمنا

ده داهم وویل، په کار ده چې په دغه پروسه کې د هېوادونو د شمېر په زیاتوالي نه، بلکې د موضوع پر کیفیت او اغېزمنتوب فکر وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له مذاکراتو سره د سیمې او نړۍ هېوادونه موافق دي او غواړي چې دغه پروسه په بري سره ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د هېواد د سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او مدني ټولنې نظریات اخیستل شوي او که وروسته له دې هم کوم بنسټ نوې ګټورې مشورې وړاندې کړي، هرکلی یې کېږي او د سولې په پروسه کې به ترې کار واخیستل شي.

د دغې شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له هر هغه اقدامه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي له مذاکراتو سره مرسته وکړي، هرکلی کوو، د دې ډلې دغې موضوع ته چې اشاره ورته وشوه، دا د ټولو افغانو او مشرانو ملي رسالت دی..‎"

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا وايي، د ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ څو ځلې ناستې شوي او ویل شوي چې د دغو ناستو نتیجه هیله بښونکې وه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG