د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د نیوزیلنډ صدراعظمه: پر جوماتونو برید کوونکي له بریده مخکې پیغامونه استولي وو


په نیوزیلنډ کې پر جومات د برید ټپیان د انتقال په حال کې
په نیوزیلنډ کې پر جومات د برید ټپیان د انتقال په حال کې

د نیوزیلنډ صدراعظمه وایي، مشکوک بریدکوونکي پردوو جوماتونو تر بریدونو څو دقیقې مخکې له دېرشو زیاتو سیاستوالو او چارواکو ته په استولو پیغامونو کې دې ته هم یو پیغام استولی و، خو د کېدونکې حملې په اړه پکې ډېر جزیات نه وو.

په هغه سند کې چې د نیوزیلنډ د کرایست چرچ د ښار پر دوو جوماتونو د بریدونو د قربانیانو په اړه برابر شوی، د وژل شویو کسانو عمرونه د ۳ او ۷۷ کلونو ترمنځ ښودل شوي.

که څه هم تر اوسه د نیوزیلنډ چارواکو د تېرې جمعې د ورځې د ټولو قربانیانو بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي، خو دغه لېست د قربانیانو د کورنیو له خوا نن خپور شوی دی.

د دغه لېست له مخې په دواړو جوماتونو کې په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۴۴ سړي او ۴ ښځې وژل شوي دي.

په نیوزیلنډ کې د النور جومات
په نیوزیلنډ کې د النور جومات

دوه نور قربانیان په دغه لېست کې نه دي شامل شوي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسیندا ارډرن ویلي چې دغه لېست رسمي لېست نه دی او رسمي هغه به د ټولو قربانیانو د هویت له بشپړولو وروسته خپور شي.

په دواړو جوماتونو په حملو کې شااوخوا ۴۰ تنه ژوبل شوي هم دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې پنځه افغاني الاصله نیوزیلنډیان هم شامل دي.

په استرالیا کې د افغانستان سفارت تأیید کړې چې د مطیع الله صافي او حاجي داوود نبي په نومونو دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، ۷۱ کلن نبي چې په افغانستان کې زېږېدلی و، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل له امله په ۱۹۷۹ کال کې نیوزیلنډ ته کډوال شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې حملو کې د نهو پاکستاني اتباعو وژنه تأیید کړې ده.

په وژل شویو کې دغه راز د بنګله دېش، ترکیې، سعودي عربستان، اردن، اندونیزیا، مالیزیا، مصر او د امریکا د متحدو ایالتونو اتباع هم شامل دي.

دا په نیوزیلنډ کې د ډله ییزې وژنې تر ټولو لویه پېښه ده.

هغه ۲۸ کلن استرالیایي وګړی چې وروسته نیول شوی او پر قتلونو تورن شوی، لومړی د کرایست چرچ ښار د النور په جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، لسګونه کسان یې ووژل او وروسته د ښار بل جومات ته لاړ او هلته یې هم په ډزو ډېر خلک ووژل.

مشکوک حمله کوونکي د انټرنیت له لارې د حملې یوه ویډیو او پیغام خپاره کړي چې په هغه کې د مسلمانانو ضد څرګندونې شاملې دي.

د نیوزیلنډ پر دوو جوماتونو مشکوک بریدګر محکمې ته د حاضرېدو په حال کې
د نیوزیلنډ پر دوو جوماتونو مشکوک بریدګر محکمې ته د حاضرېدو په حال کې

فېسبوک ویلي چې یونیم میلیون ویډیوګانې یې له دغې شبکې لېرې کړي دي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسیندا ارډرن خبریالانو ته دغه راز وویل چې د مشکوک حمله کوونکي له خوا له حملې مخکې دې ته هم د ايمېل له لارې پیغام استول شوی و چې دې سمدستي په دوو دقیقو کې هغه له پولیسو سره شریک کړ.

مېرمن ارډرن وویل، په پیغام کې د حملې ځای او نور جزیات نه وو شامل.

مشکوک حمله کوونکي له حملې ۹ دقیقې مخکې له دېرشو زیاتو سیاستوالو او چارواکو ته له حملې مخکي پیغامونه استولي وو.

د نیوزیلنډ صدراعظمې دغه راز وویل چې له نن څخه به خپل خپلوانو ته د دې حملو د قربانیانو د مړو د سپارلو بهیر پیل شي او د ټولو مړو د سپارلو بهیر به په درې ورځو کې یعنې د مارچ تر۲۰مې پورې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG