د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د سولې شورا: د کابل او واشنګټن سوءتفاهم به د سولې پروسه زیانمنه نه‌کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د کابل او واشنګټن ترمنځ سوءتفاهم او ستونزې به د سولې پروسه زیانمنه نه‌کړي.

د سولې عالي شورا هېله څرګندوي چې د زلمي خلیل‌زاد او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې په راتلونکي ناسته کې به د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۶» ازادي راډيو ته وویل چې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ وروستۍ څرګندونې یوازې سوء‌تفاهم او یوه وړه ستونزه ده چې د اندېښنې وړ مسئله نه‌ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې کابل او واشنګټن د سولې پروسه په پوره قوت سره مخ ته وړي او رامنځته شوي فرصتونه به له ستونزو سره مخ نه‌شي.

ښاغلي زائري زیاته کړه:

"دا یوازې یو سوءتفاهم او وړه ستونزه ده چې هېڅ ډول د اندېښنې وړ مسئله نه‌ده، که څه هم د سولې مسایل داسې لوړې ژورې لري، خو دواړه ملګري هېوادونه به یوځای د سولې لپاره کار وکړي او دواړه په‌دې هڅه کې دي چې د سولې هڅې رنګ راوړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب امریکا ته د سفر پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد تورن کړی چې ګوندې غواړي د خپلو شخصي ګټو په هدف د سولې پرمختګونه پټ وساتي او افغان حکومت څنډې ته کړي، څو مؤقتې اداره رامنځته شي.

ښاغلي محب دغه شان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد تورن کړی چې قدرت ته د رسېدو په لټه کې دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ښاغلي محب دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې د خبرو اترو ټول جزئیات د خلیل‌زاد او په کابل کې د امریکا سفارت له لارې له خلکو سره شریک شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندونې په کوردننه او بهر ځيني اندېښنې او غبرګونونه راپارولي او د امریکا یو شمېر پخوانیو چارواکو هم ویلي چې د شخصي ستونزو له امله باید اړېکې زیانمنې نه‌شي.

له دغو څرګندونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد یو شمېر لوړپوړو امنیتي چارواکو د امریکا په دفاع وزارت کې د تړلو دروازو تر شا خبرې هم کړي.

د سپینې ماڼۍ یو جګ‌پوړي چارواکي فاکس نیوز ته د نوم نه اخېستلو په شرط ویلي چې دغه ناسته سري یا پټه وه او په‌کې د افغانستان د سولې هوکړه‌لیک په تړاو خبرې شوي دي.

هڅه مو وکړه په‌دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست نظر هم ولرو، خو هغوی په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

له دې ټولو سره د افغانستان د سولې عالي شورا دا څرګندونې سوءتفاهم یادوي او وايي، دا به د سولې پروسه زیانمنه نه‌کړي.

خو د ولسي جرګې د ادارې پلاوي ځينې غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ رامنځ ته شوي کړکیچونه د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، دا به د سولې په پروسه بې اغېزه نه وي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

د جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وویل:

"افغان حکومت د سولې له جزئیاتو خبر نه‌دی او دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده، باید هڅه وشي چې وضعیت کړکېچن نه‌شي او حکومت د سولې پروسه ښه مدیریت کړي."

ښاغلي عرفان دغه شان وویل، وروستي کړکېچونه نه یوازې دا چې د سولې پروسه بنُ‌بست ته رسولې بلکې یو شمېر هېوادونو ته یې د مداخلې فرصت هم ورکړی.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د روان وضیعت دوام به افغانستان ته نه جبرانېدونکي پایلې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG