د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۳

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم کابل ټيم ته ماته ورکړه

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم په وروستیو سیالیو کې ۳۴-۲۷ پایلو سره کابل ټيم ته ماته ورکړه.

د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، په‌دغو لوبو کې د فارياب او ننګرهار ولايتونو لوبډلو درېيم او څلورم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ نن په کابل کې د پارا المپیک فدراسیون او سره صلیب نړېوالې کمېټې په همکارۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG