د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۷

د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي.

د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې کاره یې هدف دا دی چې افغان لوبغاړي د بایسکل ځغلونې په برخه کې حرفووي زده‌کړې وکړي.

نوموړي وویل، دغه غوښتنه یې د المپیک ملي کمېټې سره هم شرېکه کړې او هېله‌مند دي چې ومنل شي.

دغه فدراسیون وايي، د بهرنيو روزونکو تر روزنې لاندې به افغان لوبغاړي معیاري زده کړې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG