د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۵

د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډله قطر ته لاړه

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسمي خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د مارچ له ۲۲مې تر ۲۶مې د قطر په دوحه کې ترسره کېږي.

افغانستان د اسیا په مقدماتي سیالیو کې درې لوبې کوي چې لومړۍ لوبه یې د ۱۳۹۸ کال د حمل په دوهمه د قطر په وړاندې، دوهمه لوبه یې د همدې میاشتې په ۴مه د عمان پر وړاندې او درېیمه لوبه یې د وري په شپږمه د نیپال پر وړاندې ده.

د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې د ۴۴ هېوادونو د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې ګډون کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG