د سوریې ډموکراتیک ځواکونو SDF ویلي چې د داعش ډلې عراقي جنګیالي او د هغوی د کورنۍ غړي به بغداد ته ونه سپاري.
د سوریې ډموکراتیک ځواکونو SDF چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه راپورونه رد کړي دي چې وايي دوی به د داعش ډلې جنګیالي یا د هغوی د کورنۍ غړي عراق ته وسپاري.
د SDF ویاند کینو ګابریل د عراقي چارواکو هغو بیانونو ته اشاره وکړه چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي او په هغو کې ویل شوي چې د داعش ډلې عراقي وسله وال او د هغوی د کورنیو غړي به بغداد ته وسپارل شي.
ګابریل په یوه خبرپاڼه کې چې د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو خپره کړې ده، ویلي چې SDF د دې څرګندونو صحت ردوي او په ډاګه وايي چې د عراق له حکومت سره په دې اړه هېڅ راز موافقه نه ده شوې.
په داسې حال کې چې د SDF ځواکونه د سوریې په ختیځ کې د داعش ډلې د وروستي سنګر د نیولو هڅه کوي، عراقي چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو ۲۸۰ تنه نیول شوي عراقیان او نور بهرني جنګیالي د عراق پوځ ته سپارلي دي او دواړو خواوو موافقه کړې ده چې نور اسیر شوي جنګیالي به هم عراق ته سپاري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ وویل، تمه ده چې د دې موافقې له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۰۰۰ تنه عراقي وګړي چې د سوریې په ختیځ کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې باغوز سیمې څخه تښتېدلي، په راتلونکو څو اوونیو کې بغداد ته وسپارل شي.
د راپورونو له مخې SDF ځواکونو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د پوځي عملیاتو او په دې عملیاتو کې د پرمختګ په ترڅ کې چې لمنه یې تر باغوز پورې ورسېده، د داعش زرګونه جنګیالي نیولي دي.
وروسته له دې چې SDF تېره میاشت په باغوز او شااوخوا سیمو کې پوځي عملیات پیل کړل، د یو شمېر عراقي وګړو په ګډون د دې سیمو لسګونه زره خلک او د داعش پلویان او د هغوی د کورنیو غړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.
دې وضعیت په هغو کمپونو کې چې د کم شمېر کډوالو لپاره جوړ شوي دي، یو بشري کړکېچ رامنځته کړی دی.
په همدې حال کې فرانسې اعلان کړی دی چې د فرانسوي وګړو یو شمېر ماشومان یې د سوریې په شمال کې د کډوالو له کمپونو څخه فرانسې ته ستانه کړي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، دا ماشومان یا یتیمان وو او یا په دې کمپونو کې له خپلو کورنیو جلا شوي وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د داعش ډلې د هغو غړو د محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی چې په بهر کې یې جرمونه کړي دي.