د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د حمدالله محب د احضار راپورونه رد شول


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې وړاندې له وړاندې پلان شوې لېدنې کړي.

د دې شورا ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې ښاغلی محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، تېره ورځ يې له امریکا يي خبریالانو سره په یوه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړی چې ګوندې غواړي د خپلو شخصي ګټو په هدف د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

دا د سولې په روان بهیر او زلمي خلیلزاد د یو لوړپوړي افغان چارواکي تر ټولو سخت انتقاد بلل کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي د ښاغلي محب څرګندونو ته په اشارې وايي، حکومتي مشران باید په داسې حساسو وختونو کې له ستغو او سختو خبرو ځان وساتي.

د دې جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په ډېر یو نازک او حساس پړاو کې قرار لرو، د حکومت د مشرانو ترڅنګ باید ټول سیاستوال له ډېر احتیاطه کار واخلي او نزاکتونه په نظر کې ونیسي او هغه خبرې ونه کړي چي زموږ ملي ګټې په خطر کې اچوي، داسې نه شي چې خدای ناخواسته موږ له یو بل بحران سره مخ شو."

ښاغلی عرفان وايي، د حمدالله محب څرګندونو ته په کتو فکر کېږي چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اختلافات موجود دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب همدا شان ویلي، افغانان او په حکومت کې ځيني کسان په دې اند دي چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري به یې پخپله کوي.

محب تور پورې کړی او ویلي يې دي چې داسې فکر کوي چې "خلیلزاد یا خو نه پوهېږي چې څنګه مذاکرات وکړي او یا ښايي تر شا یې نور لاملونه وي."

خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو ویلي چې د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډېوېډ هېل د مارچ په ۱۴مه محب دفتر ته وربللی و او ورته یې ویلي چې د روغې جوړې پر بهیر یې دا انتقاد ردوي.

ده وویل، هېل محب ته وریاده کړه چې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی دی او دا ډول څرګندونې د امریکا او افغانستان اړیکې اغېزمنولای او د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ کولای شي.

د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان هم وېره څرګندوي چې د ښاغلي محب څرګندونې به د سولې روان بهیر یو څه ټکنی کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان

​ده وویل:

"یقیناً دا څرګندونې شاید د سولې پر روان بهیر یوه اندازه منفي تاثیرات ولري، کوم غبرګون چې امریکا ښودلی، دا د اندېښنې وړ دی، ځکه شاید امریکا هم له دې وروسته کومه بله لاره غوره کړي، یا کېدای شي چې نور ګاونډي هېوادونه له دې وضعیته ناوړه ګټه واخلي او د افغانستان په وړاندې د امریکا ذهنیت نور هم خراب کړي."

ښاغلی عرفان غوښتنه کوي چې افغان حکومت باید پرېنږدي چې رامنځته شوې فضا ګاونډي هېوادونه د ځان په ګټه استفاده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو پای ته رسېدلی او ویل کیږي چې د دغو خبرو شپږم پړاو ښايي د روانې مارچ په وروستیو کې جوړ شي.

خو دا چې په شپږم پړاو خبرو کې به افغان حکومت ته د ګډون بلنه ورکړل شي که نه؟ معلومه نه ده، خو له دې وړاندې امریکايي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو پرته، له طالبانو سره د سولې هېڅ راز موافقه نه مني.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG