د مزار شریف ښاروال او یو شمېر ښاریان وايي، په دې ولایت کې وروستی امنیت وضعیت به د نوروز د مېلې پر مراسمو منفې تاثیرات ولري.
په داسې حال کې چې په بلخ کې د نوي کال د پیل میلې ته یوه اوونۍ پاتې ده، دغتله وروستي امنیتي وضعیت د دغې مېلې په جوړولو تاثیرات غورځولي دي.
د مزار شریف ښاروال عبدالحق خرمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د نوي کال د مېلې د مراسمو لپاره پوره تیاری نیول شوی، خو وروستۍ پېښې د خلکو ترمنځ وېره او ترهه خپره کړې ده.
دی وایي:
"د مزار ښاروالي او د نوروز د مېلې د سرسبزۍ کمېټه چې مسؤلیت يې زه پر غاړه لرم، تر دې دمه یې کارونه ښه پر مخ روان دي او ښه تدابیر نیول شوي، خو وروستۍ پېښه خامخا تاثیرات لري، د خلکو ترمنځ وېره او ترهه پیدا شوې، خو زه هیله مند یم چې د نوي کال د مېلې مراسم به په ښه شکل ترسره شي."
د ده په وینا چې د ښار د یو شمېر برخو رنګول، د شنو ساحو جوړول، د پخوانیو فرهنګونو راژوندي کول او بېلابېل نندارتونونه د دغې مېلې برخې دي.
معمولاً په افغانستان کې د نوي کال تر ټولو لویه میله هر کال په بلخ کې جوړېږي.
هر کال د افغانستان له نورو سیمو زرګونه کسان دغه ولایت ته ورځې او د نوي کال د پیل په مېله او مراسمو کې برخه اخلي.
د مزار شریف په ښار کې د نوي کال مېله په ځانګړو مراسمو ترسره کېږي چې لوړ پوړي افغان چارواکي او بهرني ډیپلوماتان هم په کې برخه اخلي.
د بلخ مرکز مزار شریف هر کال د نوي لمریز کال د رارسېدو په درشل کې بل رنګ خپلوي، خو سږ کال دا هر څه له وېرې سره ترسره کېږي.
په مزار شریف ښار کې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د هغه ولایت د نوي امنیه قوماندان له ګمارل کېدو سره مخالفت وښود.
د محمد اکرم سامع تر قوماندې لاندې د بلخ د قوماندانۍ ځواکونو چې د عطا محمد نور د پلویانو ملاتړ ورسره و، د پنجشنبې په ورځ یې د پولیسو د ۸۸۸ ځانګړې قطعي له ځواکونو سره نښته وکړه.
له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د عطا محمد نور مخالفت، د مزارشریف د ښار د تړل کېدو لامل شو.
په دې وروستیو کې د بلخ د پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع پر ځای عبدالرقیب مبارز ګمارل شوی او د پنجشنبې په ورځ يې په رسمي توګه دنده پیل کړه.
په همدې حال کې د مزار شریف یو شمېر ښاریان وايي، وروستۍ پېښې دوی ویرولي او د نوي کال د پیل په مېله کې به برخه وانه خلي.
دوی وایي:
"زما نوم محمد سمیع دی، د مزارشریف ښار اوسېدونکی یم، کومه پېښه چې دلته وشوه، ټول خلک يې ویرولي دي، په داسې یو وضعیت کې ممکن موږ د نوي کال په جشن کې برخه وانه خلو او یا شاید بیخي د نوي کال د پیل مېله ترسره نه شي."
"زما نوم عالمعروف دی، د مزارشریف د ښار اوسېدونکی یم، موږ ډېر په اندېښنه کې یوو، له حکومته غواړو چې دا وضعیت کنټرول کړي، ځکه په دغسې یو وضعیت کې هېڅ څوک د نوروز په جشن کې برخه نه اخلي."
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس مهال په بلخ کې امنیتي وضعیت کنټرول دی او د مزار شریف اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ترتیبات نیول شوي او خلک کولای شي چې په ارامه فضا کې د نوي کال د پیل مراسم ونمانځي.
راپور: اکرام الله اکرام