د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۵

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلو خپله ټېسټ لوبه پیل کړې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه نن سهار په ۹ بجې د هند د دهرادون ښار په اندراګاندي لوبغالي کې پیل شوه.

پچه اېرلنډ وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

له کله چې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان او ایرلنډ ته د ټېسټ لوبو مقام ورکړی، دا د دواړو لوبډلو دوهمه ټېسټ لوبه ده.

افغانستان لومړۍ ټېسټ سیالي تېر کال له هند او ایرلنډ له پاکستان سره وکړه او دواړو دا سیالۍ وبایللې.

نن ایرلنډي لوبغاړو په ډېر قوت بیټنګ پیل کړ، خو ژر یې (دوه) لوبغاړي وسوځېدل.

دا شېبه ایرلنډ د (۵) لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې (۵۶) منډې کړي دي.

XS
SM
MD
LG