په ننګرهار ولايت کې په درېيو پرلهپسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطالله خوګياڼی وايي، په ټپيانو کې د پنځو تنو وضعيت د ډاډ وړ دی او د يوه وضعيت نازک ښودل شوی.
د ښاغلي خوګياني په خبره دغې چاودنې لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه شوي دي.
د ده په خبره لومړۍ چاودنه په يوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله شوې، دوهمه چاودنه په يوه ريکشه کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له امله شوې او درېيمه چاودنه د امنيتي ځواکونو لهخوا د کشف شوي ماين له امله شوې ده.
تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.