له امریکا سره په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي د مشر ملا عبدالغني برادر تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان د سولې عالي شورا وویل چې د سولې پر امکان محتاطانه خوشبینې لري.
د دې شورا ویاند، سید احسان طاهري نن د مارچ په ۱۴مه، ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې د سولې بینالافغاني مذاکرې ژر تر ژره پېل شي.
په قطر کې د سولې په مذاکرو د امریکا د پلاوي مشري د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي.
پهدې خبرو کې د طالبانو په استازیتوب ملا عبدالغني برادر ګډون کړی و.
ملابرادر په یوه تازه مرکه کې د افغانستان پر راتلونکي د قطر په خبرو سوله او خپلو شرایطو خبرې کړي دي.
هغه په قطر کې د خبرو تېر دور مثبت بللی او ویلي یې دي چې پرمختګ شوی دی.
ملابرادر ویلي، طالبان قومي مشرانو، مخورو او جهادي شخصیتونو ته درناوی لري، ټول افغانان باید د یوه او بل پر وړاندې له ترحمه کار واخلي او د درناوي په چوکاټ کې، سولې ته کار وکړي.
پهدې اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو وویل:
"د افغانستان حکومت د افغانانو په استازيتوب او د طالبانو تحریک باید د وسلهوالو مخالفانو د ډلې له موقفه باید مخامخ خبرې وکړي، هر لوری به خپل موقف لري، څو چې بینالافغاني خبرې پېل شي او بلاخره له دې بحرانه د وتلو لپاره د افغانانو په منځ کې پرېکړه وشي."
په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د خلیلزاد او طالبانو د استازو مذاکرې د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې واشنګټن ته ځي او هلته به پر هغو پرمختګونو خبرې کوي چې د مذاکرو پهدې دور کې شوي دي.
د نیویارک ټایمز په حواله، د امریکايي پلاوي ترتګ وروسته هم د طالبانو سیاسي مشرانو په قطر کې خپل منځي غونډې جاري ساتلې دي.
د خلیلزاد د ټویټونو پر اساس، په قطر کې دا وار پر دوو مهمو مسئلو توافق ته نږدې شوي دي.
خلیلزاد لیکلي چې پهدې اړه چې افغانستان به بیا د تروریستانو لپاره امن ځای نه وي او بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي، تفاهم ته نږدې شوي دي.
د نیویارک ټایمز په حواله، دواړه خواوې به د دې میاشتې په پای کې سره ګوري او یوه موافقه به نهايي کوي.
خو دوه مهمې مسئلې لا پاتې دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې او دایمي اوربند دی.
ملا عبدالغني برادر په نوې مرکه کې د سیمې هر هېواد ته ډاډ ورکړی چې هغوی ته د ضرر رسولو نیت نهلري، طالبان د هېڅ لوري تر نفوذ لاندې نهدي او د ټولو سره ښه روابط غواړي.
ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مرستیال و. هغه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې یا «ای.اېس.ای» ونیو او اته کاله یې په بند کې تېر کړل.
د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې وویل چې ملا برادر یې د امریکا په غوښتنه خوشې کړی دی، خو رپوټونه وايي چې هغه بیا هم په خپل کور کې نظر بند و.
د خلیلزاد او ملابرادر خبرې د فبرورۍ په ۲۵مه پېل شوې.
ملابرادر ویلي چې که څوک د دوی پر لور یو ګام ور واخلي، طالبان به دوه ګامه پورته کوي، خو ټینګار یې کړی چې دوی به له خپله دریځه نه اوړي.
طالبانو مکررا ًویلي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې نهکوي، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري له محتاطې خوشبینۍ سره هیله څرګنده کړه چې طالبان به د افغانستان د دولت له استازو سره بینالافغاني خبرو ته غاړه کښېږدي.
طاهري وویل، سره له دې چې د سولې بینالافغاني خبرو ته افغانستان غوره ګڼي، خو د داسې کتنې کوربه توب ته تیار دي او په هر هغه هېواد کې چې طالبانو سره راحت دي، د داسې کتنې زمینه برابرولای شي.
طاهري وویل، ازبکستان، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو وړاندیزونه کړي چې د سولې د مخامخ خبرو کوربه شي.