د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د پاکستان د کرکټ سیالیو کې د کوټې لوبډله پای لوبې ته ووته


ارشیف
ارشیف

د پاکستان د کرکټ په غوره‌لیګ سیالیو کې د کوټې لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د تېرې شپې په‌دغه لوبه کې پېښور زلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.

د کوټې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه، خو پېښور زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای.

د دې سیالیو په بله لوبه کې چې نن شپه به ترسره شي اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې به یو بل ته مخامخ شي.

ګټونکې لوبډله به يې په نیمه پایلوبه کې د پېښور زلمي سره مخامخ او بایلونکې لوبډله به يې له سیالیو بهر شي.

XS
SM
MD
LG