د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

کورنیو چارو وزارت: بلخ کې وضعیت کنټرول دی او نوی امنیه قوماندان به ژر معرفي شي


مزار شریف
مزار شریف

وروسته له هغې چې د بلخ پخواني والي د دغه ولایت د مخکېني امنیه قوماندان له لیرې کېدو سره مخالفت وکړ، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ د نوي امنیه قوماندان د معرفي کېدو په اړه به د ولسمشر فرمان له خنډ او ځنډ پرته اجراء شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ پخوانی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او نوی امنیه قوماندان به نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د کب ۲۳» معرفي شي.

د دغه وزارت امنیتي مرستیال سید خوشحال سادات په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د بلخ وضعیت تر کنټرول لاندې دی او نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب د ځانګړو ځواکونو په ملتیا دغه ولایت ته رسېدلی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وايي چې د یو امنیتي مسؤل د تغییر او بدلون لپاره باید کړکېچ رامنځته نه‌شي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

نوموړی وايي:

"موږ باید د یو شخص په خاطر یو ولایت او یا یو سمت له خطر سره مخ نه‌کړو، ادلون او بدلون په نظام کې یو اصل دی او تصمیم نیوونکی حکومت دی چې شرایطو ته په پام سره څوک چېرته مقرروي، په ځانګړې توګه ملي پولیس تغییر او تبدلېږي، موږ باید د سیاسي سیالیو لپاره خلک او ملت در په دره نه‌کړو."

تازه د بلخ د پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع پر ځای عبدالرقیب مبارز په دنده ګمارل شوی او ټاکل شوې چې نن «پنجشنبه» په رسمي توګه معرفي شي.

خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د بلخ له نوي امنیه قوماندان سره مخالفت کړی او په خپل ټویټرپاڼه کې یې لیکلي چې دا د مزار شریف د خلکو په ضد یوه توطئه ده.

ښاغلي نور تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې دغه تغییرات او مقررۍ به د ستونزو زېږنده او د حکومت پر وړاندې د جګړې لامل شي.

د بلخ پخواني والي اعلامیه هم خپره کړې او په هغه کې یې د مزار شریف له اوسېدونکو غوښتي چې د پنجشنبې په ورځ دې دندو ته نه‌ځي او په ښار کې دې خپل دکانونه او مارکېټونه هم وتړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په ښار کې امنیتي ځواکونه زیات شوي، کم دکانونه خلاص او وسله‌وال په ملکي جامو کې هم په ښار کې تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني که څه هم د امنیتي مسؤلینو تبدیلي یو عادي امر بولي، خو ټینګار کوي چې دغه کار د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ اندېښنې راپورته کړي.

د ولسي جرګې تالار
د ولسي جرګې تالار

ښاغلي غوریاني زیاته کړه:

"تغییر او تبدیل یو قانوني اصل دی او هر څوک له یو ځایه بل ځای ته تبدلېږي، هېڅ‌څوک باید په‌دې برخه کې ټینګار ونه‌کړي، هر څوک چې ښه کار کوي باید په دنده وګمارل شي او د مزار شریف په اړه هم همداسې ده، خو دا چې اوس د جمهوري ریاست کاندیدان مشخص شوي تغییرات او تبدیلي هم باید کمې شي، ځکه ټول‌یې په تشویش کې اچولي.​"

تېر کال عطا محمد نور هم د خپلې استعفاء په اړه د ولسمشر پر وړاندې مخالفت کړی و او هغه‌یې هم د ځان په وړاندې توطئه بللې وه.

د عطا محمد نور مخالفت شااوخوا درې میاشتې دوام پيدا کړ او بالاخره د مرکزي حکومت د مذاکراتو په پایله کې له دندې لیرې شو او اسحاق رهګذر د والي او اکرم سامع د امنیه قوماندان په توګه دندې پیل کړې.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG