د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

ارګ د امنیتي ځواکونو له‌خوا د خلکو بې‌محاکمې وژل ردوي


ارګ ماڼۍ
ارګ ماڼۍ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا ردوي چې ګوندې امنیتي ځواکونو دې بې‌محاکمې خلک وژلي وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۳» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، قانون دوی ته دا اجازه نه‌ده ورکړې او د قانون خلاف عمل نه‌شي کولای.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"په هېڅ وجه، زموږ د امنیتي ځواکونو ټوله هڅه دا ده چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، زموږ پولیسو په وار وار د خلکو د ژغورنې په خاطر انتحار کوونکو ته غېږ ورکړې، زموږ امنیتي ځواکونو ته قانون اجازه نه‌ده ورکړې او دوی د اصولو خلاف عمل نه‌کوي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي دغه‌شان وویل چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف پرون هم د ولسمشر په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه چې په‌کې د عملیاتو پر مهال په دقت او د ملکیانو په نه نښه کولو ټینګار وشو.

نوموړی وايي چې د قاضیانو د کمښت د ستونزو په برخه کې هم اقدام شوی او هڅه دا ده چې په ټولو سیمو کې عدلي او قضايي ادارې فعالې او خلکو ته په اړوندو چارو کې خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلی مرتضوي د بیان د ازادۍ پر وړاندې د ستونزو په اړه د دغه راپور په غبرګون دغه‌شان وویل چې په‌دې برخه کې برعکس لاسته راوړنې موجودې دي او په خبره‌یې دا موضوع د بې‌پولې خبریالانو په کلنيو راپورونو کې جوته ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وروستي راپور کې چې تېره شپه خپور شو راغلي چې تېر میلادي کال حکومتي ځواکونو، هم طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ملکیانو بریدونه او هدفي وژنې ترسره کړې دي.

په‌دې کلني راپور کې د بشري حقونو په برخه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو له محاکمې پرته خلک وژلي دي.

په قضائیه برخه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د قاضیانو شمېر کم دی چې له دې امله په ډېرو مواردو کې خلک دودیزې قضا ته مخه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په‌دغه کلني راپور کې د بیان د ازادۍ په برخه کې پر افغان حکومت دا انتقاد شوی چې په ځینو مواردو کې په ولایتونو کې چارواکو د انتقادونو د غلي کولو لپاره پر خبریالانو فشار راوستی دی.

په راپور کې یو شمېر نورو ستونزو او موضوعاتو ته هم اشاره شوې او بېلابېلو برخو کې د حکومت وسله‌وال مخالفین هم ګرم ګڼل شوي، خو په‌دې اړه تر اوسه مخالفینو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا په ډېریو موضوعاتو ان د امنیتي ځواکونو له‌خوا بې‌محاکمې د خلکو د وژنې په برخه کې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې راپور سره هم‌غږی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي:

"ډېر عمومیات نه‌لري، خو په ځینو مواردو کې دا قضایا شته چې نظامیان کله شپني عملیات ترسره کوي، هلته کسان له کوره راباسي او وژني یې، دا هغه وژنه ده چې پرته له محکمې ترسره کېږي او دا موږ ته د اندېښنې وړ ده."

ښاغلی صدیقي د ملکي تلفاتو او قاضیانو د کمښت د ستونزې په برخه کې هم له دغه راپور سره هم‌نظری دی، خو د بیان د ازادۍ پر وړاندې د ستونزو په برخه کې وايي چې دا د افغانستان د خلکو لاسته راوړنه ده باید خوندي پاتې شي.

ښاغلي صدیقي بیا په یاده برخه کې اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی لویه ستونزه ګڼي.

XS
SM
MD
LG