افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو لوړ رتبه پلاوي سره د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په نیت اذربایجان ته لاړ.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني به اذربایجان ته د سفر پر مهال د باکو په نړیواله مجمع کې د خپلو څرګندونو تر څنګ، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به د اذربایجان مرکز باکو ته د خپل سفر پر مهال په بېلابېلو برخو کې له هغه هېواد سره یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.
ده وویل:
"ولسمشر به په دغه سفر کې د اذربایجان له جمهور رئیس الهام علياف سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په لا همکاریو او سیمهییزو موضوعګانو نظرونه سره شریک کړي، همدارنګه به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي د پټلۍ په جوړولو هم هوکړې لاسلیک کړي."
دی وایي، ښاغلی غني به په اذربایجان کې د (نظامي ګنجوي) نړیواله جایزه هم تر لاسه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني هم د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د اندونیزیا مرکز جاکارتا ته لاړ.
د دغه وزارت ویاند صبغت احمدی ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی رباني به په دغه سفر کې د هغه هېواد له جمهور رئیس، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وویني.
د احمدي په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د مستقیمو خبرو په هدف د اندونیزیا کوربهتوب د دغې لیدنې اصلي موضوع وي.
که څه هم طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری نهدی ښودلی، خو ځینو حکومتي منابعو ویلي چې د بینالافغاني خبرو کوربه به د اندونیزیا هېواد وي.
ښاغلی احمدي وایي:
"د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري د بحث وړ موضوع ده، خو هغه موضوع چې لویه ده، د افغانستان د سولې موضوع ده، ځکه مخکې له دې هم یو لړ موضوعګانې له هغه هېواد سره همغږې شوې دي، امریکا هم له اندونیزیا سره خبرې کړي چې د مستقیمو خبرو کوربه شي، د اندونیزیا خلکو پخوا تر دې وړاندیز کړی چې د طالبانو او افغان حکومت د مستقیمو خبرو کوربه به وي."
تېر کال د اندونیزیا ځینو لوړپوړو چارواکو کابل ته د سفر پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
دغه هېواد یو ځل د افغانستان د جنګ او سولې په اړه د دیني عالمانو د ناستې کوربه هم و.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم وايي، اندونیزیا د یو بېپرې اسلامي لوی هېواد په توګه او دا چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري، کولای شي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ښه کوربه وي.
راپور: خان محمد سیند