د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۴

د افغانستان د نفوسو رسمي شمېرې په ډاګه شوې


آرشیف/ د کابل ښار
آرشیف/ د کابل ښار

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي ځل د دغه هېواد د نفوس رسمي شمېرې په ډاګه کړې.

د دغې ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې اوس‌مهال د دغه هېواد د نفوسو شمېر کره معلوم شوی او تر دې وړاندې خپرې شوې شمېرې ناسمې دي.

ده وویل:

"په ټوله کې د افغانستان نفوس تر دغه کاله چې موږ او تاسو یې وروستۍ ورځې تېروو، یعنې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۳۱.۶ میلیونه دی چې ۱۵.۴ میلیونه‌یې ښځینه او ۱۶.۱ میلیونه‌یې نارینه دي."

دغې ادارې دا هم وویل چې د افغانانو د کره شمېر معلومولو لپاره به له دې وروسته د هېواد وګړو ته د تابعیت کارتونو او تذکرو وېش هم دوی پر مخ وړي، ځکه د نفوسو د ثبت اداره د احصائیې او معلوماتو له ملي ادارې سره مدغم شوې ده.

برښنایي تذکره
برښنایي تذکره

د دغې ادارې په خبره، په ۱۳۸۳ لمریز کال کې هم د بن ناستې د پرېکړې له مخې د افغان وګړو سرشمېرنه شوې وه، خو د امکاناتو د نه‌موجودیت له امله کره نه‌وه.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د نفوسو د شمېر په اړه د بېلابېلو ادارو له لوري سروې او شمېرې خپرې شوې وې، خو اوس د دغه هېواد د احصائیې او معلوماتو ملي اداره دغه خپرې شوې شمېرې کره نه‌بولي او وایي چې دا مهال په نوي "ریال ټایم" سیستم سره سرشمېرنې کوي.

که څه هم په دغې کلنۍ خپره شوې احصائیه کې د کار او فقر د کچې په اړه څه نه‌دي راغلي، خو څو میاشتې وړاندې د افغانستان اقتصاد وزارت ویلي وو چې د دغه هېواد ۵۴.۱ سلنه خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي او ۲۷.۲ سلنه په شرایطو برابر خلک اوزګار دي.

له دې سره د اقتصاد وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و، خوښي وښوده چې د نفوسو د کره شمېرو په معلومېدو سره به د کاري زمینو د رامنځته کېدو تر څنګ د نړیوالو مرستو کچه هم څرګنده شي.

نوموړي وویل:

"د دغو شمېرو او احصائیو د پرېکړو په اړه باید زیات دقت وکړو، په هر هېواد کې چې د خلکو شمېر زیات وي، باوري وي او د لاسرسي وړ وي، د کار او تشبثاتو کچه‌یې هم لوړه وي یعنې د پانګونې او د تشبثاتو د زیاتوالي او د کره شمېرو ترمنځ یوه ډېره نږدې او مستقیمه اړیکه موجوده وي."

له دې سره دغې ادارې په بېلابېلو برخو کې د ټول افغانستان په کچه د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه هم معلومات شریک کړل چې په ځینو برخو کې پرمختګونه، خو یو شمېر نورو کې بیا لا هم ستونزې موجودې دي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG