د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

ولسمشر غني د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په غبرګون له امنیتي مسؤلینو د وضاحت غوښتونکی شو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي مسؤلینو سره
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي مسؤلینو سره

افغان ولسمشر په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په غبرګون کې امنیتي مسؤلین د وضاحت لپاره غوښتي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې امنیتي چارواکي د وضاحت لپاره غوښتي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوايي حملو له امله لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» یوې غونډې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې ملکي تلفات ورته د زغملو نه‌دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده وویل:

"په هېڅ صورت کې ملکي تلفات د زغملو وړ نه‌دي، کوم راپورونه چې رارسېدلي، ټول جدي نیول شوي او نن د امنیتي او دفاعي ادارو ټول مسؤلین راغوښتل شوي، څو وضاحت ورکړي او په راتلونکي کې ملکي تلفات صفر ته ښکته کړو."

ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال د ملکي‌ تلفاتو د نه‌زغم خبره کوي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې له میدان وردګ، غزني، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو څخه د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د معلوماتو له ‌مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې په جګړو کې ۷۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰۷ نور ټپیان شوي‌ دي.

ښاغلي تسل وویل چې د یادو ولسي وګړو له ډلې ۴۱یې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو او ۳۲ نور یې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفانو له‌خوا ملکي وګړو ته تر ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د موندنو په اساس، دغو هوايي حملو کې تر ډېره تلفات ښځو او ماشومانو ته اوښتي دي.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، څو هغه کسان مجازات کړي چې هوايي حملو کې يې ملکیانو ته تلفات اړولي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"مونږ هېله‌مند یوو چې افغان حکومت له هغو قطعاتو سره قانوني چلند وکړي چې دا ډول عملیات‌یې پلان کړي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، څو له تلفاتو مخنیوی وشي."

خو د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وويل، د دوی قطعات هڅه کوي چې له ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی دی.

دغه سازمان ویلي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکي وګړي چې په هغو کې ۹۲۷ ماشومان هم وو، وژل شوي.

همدارنګه ولسمشر غني وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې د ملکي‌ تلفاتو د مخنیوي په هدف، هر څومره مهم هدف چې وي ورته انتظار وباسي او یا هم ورڅخه تېر شي.

هغه وویل چې افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه د جګړې نړیوالو قوانینو ته ژمن دي او حتی هڅه کوي چې دښمن ته په جګړه او د برید په صورت کې متوازن او مسؤلانه ځواب ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG