د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

مېک کمېټه: د پوهنې په وزارت کې شته ستونزې د پوهنې نظام اغېزمنولی شي


ارشیف، افغان زده کوونکې
ارشیف، افغان زده کوونکې

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه یا مېک وايي، د پوهنې په وزارت کې اوس هم یو لړ ستونزې شته چې د هېواد د پوهنې پر نظام ناوړه اثر غورځولی شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته کابو دوه اوونۍ پاتې دي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه وايي، د پوهنې په وزارت کې اوس هم داسې نیمګړتیاوې شته چې که د اصلاح لپاره‌یې اقدامات ونه‌شي، په هېواد کې به د پوهنې پر نظام ناوړه اغېز پرې باسي.

د دغې کمېټې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۱» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د روان لمریز کال د عقرب په څلورمه‌یې د پوهنې په نظام کې ۱۱۳ نیمګړتیاوې په ګوته او د اصلاحاتو لپاره‌یې یاد وزارت ته وسپارلې، خو په خواشینۍ سره چې د ډېری دغو نیمګړتیاوو د لیرې کولو لپاره لازم اقدامات نه‌دي شوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې مشر باري سلام وویل:

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې مشر باري سلام
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې مشر باري سلام

"موږ د بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونه وکتل، په دغو لایتونو کې د درسي کتابونو، ښوونځیو، مسلکي ښوونکو او د بودجې او امکاناتو کموالی او همدارنګه د پوهنې په چارو کې د زورواکو او د پارلمان د غړو مداخلې هغه جدي ستونزې وې چې موږ ورسره مخامخ شوو."

د یادې کمېټې مسؤلینو دا هم وویل چې د پوهنې وزارت د ۱۱۳ سپارښتنو له ډلې کابو ۵۰ مواردو ته رسیده‌ګي کړې، خو هیله ده چې یاد وزارت د پوهنې په نظام کې د ټولو ځانګړو شویو ستونزو هوارولو ته جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره خلک او په تېره ښوونکي او زده‌کوونکي شکایت کوي چې د پوهنې نظام د حکومت له هڅو سره سره اوس له ګڼو نیمګړتیاوو او ستونزو سره مخ دی او دغه وضعیت په زده‌کړو منفي اثر کړی دی.

د پوهنې وزارت وايي، د ځانګړو شویو ستونزو د هواري لپاره‌یې هڅې تېزې کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت ازادي رادیو ته وویل، همدا اوس د هېواد په یو شمېر سیمو کې یو لړ مهمې پروژې پیل شوي چې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

دی وایي:

"په راتلونکي لمریز کال کې به ۴۹.۲ میلیونه ټوکه کتابونه پر زده کوونکو ووېشل شي، د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو کارونه پیل شوي او په راتلونکي کال کې به ۳۳۰۰ نور ښوونځي هم جوړ شي، د ښوونکو د ګمارلو لپاره مو ولسمشرۍ ماڼۍ ته ۱۸۰۰۰ بستونه پېشنهاد کړي چې له منظورېدو سره به رقابت ته وړاندې او له هغه وروسته به دغه ښوونکي په رسمي توګه استخدام شي."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټي مسؤلین دا هم وايي، د پوهنې په نظام کې د زورواکو او د ملي شورا د غړو مداخله اوس هم روانه ده.

د پوهنې وزارت ویاندې په دې اړه وویل، د دغه وزارت مشرتابه عملي اقدامات پیل کړي چې هره مداخله چې د پوهنې نظام ته زیان رسوي، مخه به‌یې ونیسي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلې یوې وینا کې ټینګار کړی چې پوهنه باید له سیاست او شخصي سلیقو خوندي وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG