د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د انلاین پاسپورټ سیستم پرانیست


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ودانۍ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ودانۍ

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت ادارې په لومړي ځل په افغانستان کې د انلاین پاسپورټ سیستم افتتاح کړ.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت اداره وايي، د دې لپاره چې افغانانو ته د پاسپورټونو په اخیستنه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي، د لومړي ځل لپاره‌یې په هېواد کې د پاسپورټ انلاین سیستم ایجاد کړ.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۱» د (انلاین پاسپورټ) سیستم په افتتاح کې وویل، له دې وروسته به هېوادوال د پاسپورټ د اخیستو پېچلی بهیر نه‌بشپړوي، بلکې په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

ده وویل:

"خدمتونه‌یې دومره اسانه کړي چې یو کس ته ورځې، ستا ټول کارونه هلته درته خلاصوي، حتی ستاسو پاسپورت، تذکره، لایسنس او جواز سیر، هغه کور ته دروړي، دا لومړنی قدم دی چې د پاسپورټ په برخه کې ږدو، کوښښ کوو چې ټولو ولایتونو او له هغه وروسته ټولو قونسلګریو او سفارتونو ته‌یې ورسوو، د ټول ملک لپاره پاسپورټ باید یو سیستم وي او هغه باید مرکزي سیستم وي."

د پاسپورټ انلاین سیستم په هوايي او ځمکنیو سرحدونو کې وصل شوی او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر په وینا، دغه سیستم منظم راپور هم ورکوي.

له دغه سیستمه ګټه اخیستنه داسې ده چې یو ځانګړی کس د پاسپورټ اخیستنې لپاره (www.passport.moi.af او www.asan.gov.af) ته معراجعه کوي او د انلاین پاسپورټ فورمه ډکوي او خپله سیستم کې بانکي تعرفه ترتیب کېږي او همدا شان سیستم د بایو مټریک او د اسنادو د ځېړنې وخت ټاکي.

د دغې پروسې له بشپړېدو وروسته په فورمه کې له مشخص شوې ځانګړې پوسته‌خانې خپل پاسپورټ ترلاسه کوي.

د اسان خدمت اداره چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کې فعالیت کوي، هدف‌یې په دولتي ادارو کې د سهولتونو رامنځته کول او د کارونو ساده کول دي.

له دې وړاندې ډېری افغانانو د پاسپورټ په اخیستو کې له ستونزو سر ټکاوه او ځیني وخت هم د یو کس د څو پاسپورټونو د اخیستو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

دغې ادارې د دې لپاره چې د پاسپورټ په اخیستو کې پېچلې پروسه بلل شوې وه، د پاسپورټ انلاین سیستم رامنځته کړ او اوس له دوو کلونو وروسته دغه سیستم په رسمي ډول د پاسپورټ په ریاست کې افتتاح شو.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې پروسې په پلي کېدو سره به د پروسې له پېچلتیا او فساده مخنیوی او هغه کسان چې نومونه‌یې په تور لېست کې درج وي او یا په جرم مرتکب شوي وي، پېژندل کېږي او د پاسپورټ د اخیستو حق نه‌لري.​

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

​د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي:

"نه‌یوازې دغه سیستم خدمتونه چټکوي، بلکې فساد او ټول هغه موارد چې تشویشونه رامنځته کوي او هغه راپورونه چې خپاره شوي، کولای شي چې ورسره کمک وکړي، اوس‌یې ظرفیت په ورځ کې له زرو تر ۱۰ زرو دی، د وخت په لحاظ، موږ بدیله پروسه معرفي کړې ده."

دغه سیستم یوازې په کابل کې رامنځته شوی او د کورنیو چارو وزارت په خبره، ډېر ژر به دغه سیستم په ولایتونو کې هم عملي شي.

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي، د دغه سیستم په اساس په یوه ورځ کې ۱۰۰۰۰ کسان کولای شي چې پاسپورټ واخلي او په خبره‌یې، اوس یوازې د ورځې شااوخوا ۲۰۰۰ تنه کولای شي چې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

خو له دې ټولو سره دغه اداره د خپلو کارونو په وړاندې د ستونزو یادونه هم کوي او د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره په لوړ ظرفیت انټرنت باندې ټینګار کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG