د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

په هلمند ولایت کې یو سیمه‌ییز خبریال په نښه شوی


 لیکوال نثار احمد احمدي
لیکوال نثار احمد احمدي

په هلمند ولایت کې یو سیمه‌ییز خبریال په نښه شوی دی.

د هلمند چارواکي وايي، د یوه محلي راډیو ټلوېزیون د خپرونو مسؤل او لیکوال نثار احمد احمدي ته ماین د هغه په موټر کې ایښودل شوی و.

احمدي چې روغتیايي حالت‌يې ښه بلل شوی دی، سهار د کار په لور روان و چې پر موټر يې د چسپکي ماین له امله چاودنه رامنځته شوه.

د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر د ماين چاودنه
د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر د ماين چاودنه

د هلمند خبریالان د دې پېښې وروسته د احتمالي پېښو له امله د حکومت نه د امنیت غوښتنه کوي.

په‌دې اړه نور تفصیل د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

XS
SM
MD
LG