د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

افغان حکومت په افغانستان کې د ملا محمد عمر مړینه رد کړه


د افغانستان د ارګ ماڼۍ
د افغانستان د ارګ ماڼۍ

افغان حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د طالبانو د تحریک بنسټګر او مشر ملا محمد عمر د ژوند وروستي کلونه په افغانستان کې تېر کړي او همدلته مړ شوی دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو د تحریک د مشر ملا محمد عمر پر ژوند په یوه نوي لیکل شوي راپور کې ادعا شوې چې نوموړی هېڅکله په پاکستان کې نه‌و پټ شوی، افغان حکومت وايي چې دوی کافي اندازه اسناد او شواهد لري چې ملا محمد عمر په پاکستان کې و او هملته مړ شوی دی.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

​د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۰» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا راپور بې‌بنسټه، ناقص او خیالي دی او په‌کې هڅه شوې چې طالبانو او د دوی بهرنیو ملاتړو ته کاذب هویت ورکړل شي، افغان حکومت کافي شواهد لري چې ملا محمد عمر په پاکستان کې و او هملته وفات شوی او دا اوس ټولې نړۍ ته ښکاره خبره ده."

تازه د "د ملا عمر پټ ژوند" په نوم په خپور شوي راپور کې ادعا شوې چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د امریکا یوې پوځي اډې ته څېرمه اوسېده.

دغه راپور د زومیا سنټر په نوم یوه فکري او څېړنیز مرکز چې په امریکا کې فعالیت کوي، خپور کړی دی.

د راپور لیکوالې بیټا ډام نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو د رهبرانو په پټ ژوند "د دښمن په لټه" په نوم کتاب هم لیکلی دی.

بیټا ډام په خپل کتاب کې ادعا کړې چې امریکايي پوځیانو یو وار هغه کور هم تلاشي کړ چې ملا عمر په‌کې پټ و، خو دوی پیدا نه‌شو کړای.

د کتاب لیکوالې ویلي چې د کتاب د لیکلو پر مهال‌يې له ګڼو پخوانیو طالب چارواکو سره مرکې کړي او ان د ملا محمد عمر له یو نږدې ساتونکي سره په خبرو کولو هم توانېدلې ده.

ملا محمد عمر د طالبانو د تحریک بنسټګر او مشر و چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته تری تم شو.

وروسته‌يې د وژلو په سر امریکا ۱۰ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د راپورونو په اساس، ملا محمد عمر د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې زېږېدلی و، خو په کتاب کې يې د زېږېدو سیمه د زابل د سیوري ولسوالۍ ښودل شوې ده.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغان چارواکو اعلان وکړ چې ملا محمد عمر د پاکستان د کراچۍ په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی، خو د مړینې دقیق وخت‌يې معلوم نه‌شو.

وروسته طالبانو هم د ملا محمد عمر مړینه تأييد کړه.

افغان حکومت بار بار پاکستان له ترهګرو سره په مرسته تورن کړی او ویلي یې دي چې یاد هېواد ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي هغه ادعا چې پاکستان تل رد کړې ده.

خو د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د پاکستان په بلوچستان کې د طالبانو د تحریک د بل مشر ملا اختر محمد منصور او د پاکستان په ابټ‌اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه هغه پېښې دي چې په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه لا پسې پیاوړي کوي.

شهر ایبت آباد، یکسال بعد از مرگ اسامه بن لادن
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې ټولو سره سره ولې د کتاب لیکوالې په پاکستان کې د ملا محمد عمر په نه‌موجودیت ټینګار کړی دی؟

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم چې یو خو لیکوالې په دغسې یوې لیکنې سره د یوې غوغا د راپورته کولو هڅه کړې، تر څو يې شخصیت جوړ شي او بل احتمال هم شته چې پاکستاني استخباراتي کړۍ ډېر قوي تبلیغات کوي، احتمال لري چې د دغو تبلیغاتو په لړ کې دغسې یو شی لیکل شوی وي."

ښاغلی ستانکزی وايي، د کتاب له لیکوالې باید په دې اړه وضاحت وغوښتل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح هم دغه ادعا تبلیغاتي راپور بللی او ویلي یې دي چې دغه لیکنه په یو ډول د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) هغه همېشنۍ ادعا ملاتړ کوي چې ګوندې د کوېټې شورا نه‌شته.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG