د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر وایي، ممکن په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ خبرې شپږم پړاو ته وغځېږي.
په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د غځېدو په تړاو پخواني طالب چارواکي، افغان سیاستوال او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي بېلابېل نظرونه لري.
د افغانستان د خلاصون لارې شورا د بحث وړ موضوعاتو په اړه د حساسیتونو په پام کې نیولو سره وایي، کېدای شي چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې شپږم پړاو ته وغځېږي.
د دغې شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د قطر د مذاکراتو غځېدل د دغو خبرو د پېچلتیا په معنی ده.
دی وایي:
"فکر کوم ځکه هیله بخښونکې دي چې دغو ناستو دوام وموند، که مذاکرات ګټور نهوی، دوامیې نهکاوه، هغه څه چې موږ یې له هغه ځایه اورو، دا دي چې دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي، خو وروستۍ پایلې ته سره نهدي رسېدلي، ممکن دا خبرې شپږم پړاو ته پاتې شي."
په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو د پنځم پړاو له پیله دوه اوونۍ تېږېږي، خو دا چې په دغو مذاکراتو کې څه روان دي او دواړه لوري به هوکړې ته سره ورسېږي که نه، هېڅ معلوماتیې په اړه نهشته.
خو سیاسي کارپوه او د قطر د خبرو یو څارونکی وحید مژده د خپلو شته معلوماتو پر بنسټ وایي چې دا ناسته به په یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي.
ده زیاته کړه:
"په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راپدېخوا جګړه روانه ده، د دې لپاره چې دا هېواد یو ځل بیا له سولې وروسته د جګړې په لور ولاړ نهشي، اړتیا ده چې باید له جزئیاتو سره خبرې وشي او زه پر دې باوري یم چې دا مذاکرات به یوې بریالۍ پایلې ته ورسېږي، خو وخت ته اړتیا شته."
سره له دې چې ویل کېږي، د قطر په ناسته کې یوازې په دوو موضوعاتو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نهپېښدو په اړه خبرې شوي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغې ناستې اوږدېدو ته په پام سره وایي چې پر نورو موضوعاتو به هم بحث شوی وي.
د ولسي جرګې غړی خالد پشتون
د ولسي جرګې یوه غړي خالد پشتون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"ظاهراً د مذاکراتو غځېدل په دې معنی دي چې دوی په خپلو خبرو کې پرمختګ کړی، دوی ټینګار کوي چې په دوو مسئلو خبرې کېږي، خو له ناستې بهر خلک له دې خبرې سره موافق نهدي، هېڅ شونې نهده چې په ۱۳ ورځو کې دې یوازې په همدې دوو موضوعاتو خبرې شوې وي."
خو هغه موضوع چې د دغې ناستې په اړهیې د خلکو اندېښنې راپارولي، د حکومت د استازو نهګډون او له حکومت سره د مذاکراتو مېز ته د طالبانو نهحاظرېدل دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، که افغان حکومت د قطر له روانو مذاکراتو په څنډه کې پاتې شي، په دغه هېواد کې به د دایمي سولې ټینګښت ناشونی وي.
راپور: فېروزه عزیزي