د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د قزاقستان امنیتي ادارې د پلرني وطن د رضاکارو د ډلې مشر نیولی


د قزاقستان پولیس
د قزاقستان پولیس

د قزاقستان امنیتي ادارې د هغې ډلې مشر نیولی چې په چین کې د قزاق ټبرو او نورو اقلیت مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د قزاقستان د امنیتي خدمتونو ادارې د پلرني وطن د رضاکارانو په نوم د ډلې مشر سیریکجان بیلاش نیولی دی.

دا هغه ډله ده چې په چین کې یې د قزاق ټبرو او نورو اقلیت مسلمانانو د ستونزو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د دې ډلې یوه ویاند قیرت بیت الله ازادي راډیو ته وویل چې سیریکجان بیلاش تېره شپه د الماتي په یوه هوټل کې ونیول شو او له هغه ځایه پلازمېنې استانې کې د کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شو.

د استانې پولیسو هم د هغه نیول کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي چې بیلاش په هېواد کې د اختلافاتو او کرکې خپرولو په تور نیول شوی دی.

د قزاقستان پولیس
د قزاقستان پولیس

پولیسو په دې اړه نورجزیات نه دي ورکړي.

بیلاش چې له قزاقستان سره په پوله د چین په شمال لوېدیځ شینجین ایالت کې زېږیدلی او د قزاقستان تابعیت یې ترلاسه کړی، په دې وروستیو میاشتو کې یې د شینجین د قزاقانو چې په قزاقستان کې مېشت دي، څو غونډې تنظیم کړې دي.

په دې غونډو کې دوی د خپلو خپلوانو چې د چین په دې سیمه کې د بیاروزنې په کمپونو کې ساتل کېږي، وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې او د چین پر دغه اقدام یې انتقادونه کړي دي.

د بیلاش مېرمن لیلا عادالجان د اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې دا ویرېږي چې د قزاقستان حکومت نوموړی چین ته ونه سپاري.

هغې همداشان ویلي چې د پلرني وطن د رضاکارانو دفترونه هم تلاشي شوي دي.

ایمان عمرووا چې د دې ډلې مدافع وکیله ده، ویلي چې د بیلاش د توقیف ترشا سیاسي انګېزه پرته ده.

هغې ویلي چې نوموړی د چین د کمپونو په وړاندې د خپلو اقداماتو او د هغو قزاقانو او نورو اقلیت مسلمانانو چې په دې کمپونو کې ساتل کېږي، د ملاتړ په تړاو نیول شوی دی.

مېرمن عمرووا زیاته کړه چې حکومت مو نه غواړي چې له چین سره د قزاقستان اړیکې خرابې شي.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د الماتي یوې محکمې بیلاش د یوه غیر قانوني سازمان پر رهبرۍ مجرم پېژندلی او هغه یې د دونیم لکو تنګې چې ۶۷۰ ډالره کېږي، نغدي جریمې په پرېکولو مکلف ګرځولی و.

بیلاش چې په محاکمه کې یې د خپل جرم له منلو ډډه کړې، ویلي وو چې د پلرني وطن د رضاکارانو په نوم دا ډله له ۲۰۱۷ کال راهیسې رسماً فعاله ده.

هغه داهم ویلي وو چې دا ډله به په شینجین کې د قزاق ټبرو د حقونو دفاع ته دوام ورکړي او بیا به هم دغه ډله د عدلیې له وزارت سره ثبت کړي.

ملګرو ملتونو په تېره اګست میاشت کې ویلي وو چې اټکل کوي چې یو ميلیون اویغوریان او نور اقلیت مسلمانان به په شینجین کې د ترورېزم د مخنیوي په مرکزونو کې ساتل کېږي.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي وو چې په ميلیونونو نور هم په زوره په سیمه کې د بیاروزنې کمپونو کې ژوند کولو ته اړ کړای شوي دي.

چین ویلي چې دا د توقیف کمپونه نه دي، بلکې هغه د حرفوي زده کړو مرکزونه دي چې هدف یې له خلکو سره مرسته کول دي چې د ترورېزم له شره خلاص شي او دوی بېرته په ټولنه کې مدغم شي.

XS
SM
MD
LG