د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د انتخاباتو د پایلو پر روښانتیا د ځینو مدني ټولنو او څارونکو ټینګار!


آرشیف/ په بامیان کې د رأیې ورکونې یو مرکز
آرشیف/ په بامیان کې د رأیې ورکونې یو مرکز

مدني ټولنې او د انتخاباتو ناظرین د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو روښانتیا او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په برخلیک ټینګار کوي.

یو شمېر انتخاباتي ناظرین او د مدني ټولنو فعالانو په یوه ګډه غونډه کې د ولسي جرګې د ۱۵ ولایتونو د انتخاباتو د پاتې رأیو د برخلیک په روښانتیا ټینګار کوي، خو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د تاریخ په اړه هم ورته نظر لري.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع رئیس عزیز رفیعي د یکشنبې په ورځ په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې انتخابات باید د سولې د خبرو او لاسوهنو په ګرو کې نه وي او که چېرې د انتخاباتو بهیر په تاریخ کې بدلون راشي، نو د نورو ستونزو د زېږولو په معنی به وي.

ده وویل:

"د انتخاباتي کمېسیونونو پرېکړې باید خپلواکې او له هر ډول دولتي او سیاسي دیده لېرې وي، موږ هیله لرو چې دقیق وخت باید خپل کمېسیون مطرح او انتخابات ترسره شي، د افغان سیاستوالو او موږ هر ډول لاسوهنې به په انتخاباتو د خلکو باور خراب او ولسواکي به له منځه یووړل شي."

خو د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار موسسې یا ایتوا غړی حبیب الله شینواری وايي چې بدلونونو ته په کتو دا چې انتخابات یو ځل بیا ستونزو ته ولاړ نه شي، اړینه ده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه وځنډول شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو په کارونو کې د حکومت لاسوهنه هغه څه دي چې د غونډې ګډونوال یې اندېښمن کړي.

بل خوا د کمېسیون خپلواکي، شکایتونو ته رسیده ګي او د پنځلسو پاتې ولایتونو د انتخاباتو د پایلو اعلان هغه سپارښتنې دي چې د انتخاباتي ناظرینو او مدني ټولنو استازو له خوا مطرح شوې.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د انتخاباتو د نوي قانون له مخې د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي وټاکل شول او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مهالوېش مهم بحثونه روان دي.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نظر هم را واخلو، خو د دغه کمېسیون ویاندویانو په دې اړه څه ونه ویل.

د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو له عزل کېدو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې حتی دغه تغییرات به د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهالوېش بې تاثیره نه وي.

اوس د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دغه تغییرات د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نېټې تاثیر نه لري او حکومت به د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د انتخاباتو د ترسره کېدو ټول امکانات برابروي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو په کمېسیونو کې مداخله ردوي او وایي:

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

"هر څوک چې د حکومت د مداخلې په اړه یو مورد هم ولري، له ناظرو بنسټونو او حکومت سره دې شریک کړي، موږ نه خپله مداخله کوو او نه هم چاته اجازه ورکوو چې د کمېسیون په کارونو کې مداخله وکړي، د انتخاباتو نېټه مشخصه شوې، تخنیکي مسایل یې د انتخاباتو کمېسیون پورې اړه لري او انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي."

د حقوقي چارو کارپوه ودیر صافی وايي چې د جمهوري ریاست انتخابات حقوقي توجیه نه لري او د ځنډ لپاره هم کومه بهانه نه ده پاتې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG