د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۸

افغانستان له اېرلنډ سره په نننۍ لوبه کې ۲۱۶ منډې کړي

د افغانستان او اېرلنډ د ټیمونو ترمنځ د کرکټ پنځمه یوورځنۍ لوبه روانه ده.

افغانستان د هند د هرادون په ښار کې په دې لوبه کې په ۵۰ اورونو کې ۲۱۶ منډې کړي او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

محمد شهزاد په ۴ بالونو ۶، جاوید احمدي په ۳۰ بالونو ۲۴، رحمت شاه په ۴۲ بالونو ۱۷، منډې کړي او سوځېدلي، خو سمیع الله شینواری په لومړي بال وسوځېد.

افغان لوبډلې د دې لړۍ څلورمه لوبه په لوی توپیر وګټله.

د افغانستان او اېرلنډ لوبډلې د روانې مارچ میاشتې له ۱۵مې تر ۱۹مې پورې یوه ټېسټ لوبه هم کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG