د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

خواجه زاده: ځینې مافیایي کړۍ د وسپنې د ویلي کولو د صنعت د له منځه وړلو هڅه کوي

په افغانستان کې د وسپنې د ویلې کولو فابریکه
په افغانستان کې د وسپنې د ویلې کولو فابریکه

افغانستان د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو ټولنه وايي چې په هېواد کې دننه او بهر کې ځینې مافیايي کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې دغه صنعت له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو ټولنه وايي، که څه هم په دې برخه کې په هېواد کې دننه د پام وړ پانګونه شوې او فعالیتونه د سيمې په کچه بشپړ معیاري دي، خو په کور دننه او بهر ځینې کړۍ یې د کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي.

د دغې ټولنې رئیس پرویز خواجه زاده د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په حکومت کې دننه هم ځينې کړۍ او کسان د دوی د فعالیتونو په وړاندې ستونزې جوړوي.

ده وویل:

"د حکومت په داخل او بېرون کې داسې مافیايي کړۍ دي چې دوی هڅې کوي چې په هېواد کې دغه ملي صنعت نابود کړي، که یې مخه ونه نیول شي، دغه د ۴۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ملي پانګه به له منځه ولاړه شي."

ښاغلي خواجه زاده که څه هم په کور دننه په ښکاره د چا نوم وانه خیست، خو څرګنده یې کړه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول، پاکستان او ایران یې د فعالیتونو مخه نیسي.

د دغې ټولنې غړي نقیب الله نظري ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په ګمرکونو کې هم د دوی د کارونو په وړاندې ستونزې موجودې دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په کابل کې د وسپنې د ویلي کولو د فابریکې پرانیسته
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په کابل کې د وسپنې د ویلي کولو د فابریکې پرانیسته

​د ملي وحدت حکومت په راتګ سره چارواکو پانګوال وهڅول چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي چې حکومت مکلف دی چې پانګې اچونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا مهال په افغانستان د وسپنې د ویلي کولو ۳۸ وړې او لویې فابریکې فعالیت لري چې ځینې د سیمې په کچه ساری نه لري او شااوخوا ۱۲ زره کارګران په کې په کارونو بوخت دي.

د افغانستان د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو ټولنه وايي، اوس هم له هېواده ګاونډیو هېوادونو ته زړې وسپنې قاچاق کېږي او هم له یادو هېوادونو افغانستان ته په وارېدوونکې وسپنې باندې تعرفه کمه ده چې د دوی په کارونو یې ناوړه اغېز کړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت نظر هم را واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره بیا هم چا زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال عبدالرحیم فیضان په همدې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې چې وي، دغه ملي پانګه باید له ناوړو پلانونو وژغوري.

دی زیاتوي:

"دا پانګه چې له منځه ځي، دا د کس نه، بلکې ملي پانګه ده، د دولت پانګه ده، دغه پانګوال یوازې مدیران دي چې مدیریت ورنه کړي، دولت باید له دغې ملي پانګې ملاتړ وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې له منځه یې یوسي."

د افغانستان د وسپنې د ویلي کولو د فابریکو ټولنه وايي، که حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي، دوی چمتو دي چې د افغانستان د وسپنې په کانونو کې پنځوس فیصده پانګونه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

This item is part of
XS
SM
MD
LG