د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

په ملګرو ملتونو کې لومړنۍ افغان ښځینه سفیرې عادلې راز په خپل کار پیل وکړ


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیره عادله راز
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیره عادله راز

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې په توګه د عادلې راز د کار پیل یو مثبت ګام ګني او وايي، نوموړې له لوړې وړتیا څخه برخمنه ده.

عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې په توګه خپله اعتمادپاڼه د مارچ په نهمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په سبا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي ته وسپارله.

اغلې راز لومړنۍ افغان مېرمنه ده چې په دغه دنده ګمارل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اغلې راز یوه پیاوړې مېرمن ګني او وايي چې نوموړې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې هم د خپل ماموریت پر مهال په خپلو کارونو کې ښه ځلېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي یې په اړه وویل:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي

"اغلې راز یوه پیاوړې افغانه مېرمنه ده، پخوا یې د بهرنیو چارو وزار د اقتصادي مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې، ښه او اغېزناک کارونه یې درلودل، په دې وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي سفیرې په توګه د دغه وزارت له خوا وړاندیز شوه چې د ولسمشر له خوا یې دا وړاندیز ومنل شو او اوس ولاړه او خپل کار یې پیل کړی دی."

ښاغلی احمدي وايي، دا یو مثبت ګام او د افغان مېرمنو د پرمختګ زېری دی.

عادله راز د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ له دندې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیاله وه.

اغلې راز مخکې تر دې هم په مهمو پوسټونو کار کړی دی.

نوموړې د حقوقو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو په تفتس پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

عادله راز په سیاسي چارو کې مخکښه افغان مېرمن ګنل کېږي.

له تر دې مخکې محمود سیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی و.

د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د عادلې راز د وړتیاوو ستاینه وکړه او دا یې یو نېک اقدام یاد کړ.

خو د دې ټولو ستاینو تر څنګ یو شمېر افغان حقوقي او سیاسي کارپوهان په ملګرو ملتونو کې نوې افغن سفيرې ته څو سپارښتنې هم لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی وایي:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی

"په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دا سفیره باید دومره وړتیا له ځانه وښيي چې څنګه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي استقلال او حاکمیته دفاع وکړي، خپل وطن ته د سولې او امنیت لپاره کار وکړي او په ټوله کې په ملګرو ملتونو کې له خپل هېواد او خلکو په سیاسي، تاریخي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي برخه کې ښه استازیتوب وکړي."

ښاغلی صافی وايي، که چېرې نوې سفیره دا ټکي په پام کې ونه ساتي، ښه استازولي به یې نه وي کړي.

ودیر صافی په انتقاد سره وايي چې مخکې تر دې افغان نارینه په دې دنده کې ښه نه دي ځلیدلي او تمه ده چې دا ښه ثابته شي.

XS
SM
MD
LG