د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د میدان وردګ والي: هغه عملیات چې ملکي وګړي پکې ووژل شول، له موږ سره همغږي نه وو


د میدان ودرګ ولایت والي مظفر الدین یمین وايي چې په سیداباد ولسوالۍ کې وروستي هوايي عملیات له دوی سره له همغږۍ پرته شوي دي.

یمین پرون شنبه د مارچ په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو د جرمني خبري اژانس د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ د ویاند حکمت دراني په حواله ویلي چې د شنبې په شپه په سید اباد ولسوالۍ کې په هوايي عملیاتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مظفرالدین یمین په وینا، په داسې عملیاتو کې د دقت لپاره ضروري ده چې له ولایتي چارواکو سره خبرې وشي.

مظفر الدین یمین وایي:

"موږ تل چارواکو ته وړاندیز کړی چې عملیات له موږ سره د همغږۍ پر اساس وشي، دا به دقت زیات کړي او ملکي وګړو ته د تاوان مخنیوی به وکړي، د همدۍ کورنۍ سړي چې په عملیاتو کې یې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي، پخوا له ماسره په یوه جبهه کې او یوځای کار کاوه."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون غړې نفیسې عظیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې داسې پېښې د ولس او حکومت ترمنځ فاصله زیاتوي او د حکومت پر ضد تمامېږي.

نفیسه عظیمي وایي:

"د باور پیدا کولو او د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره باید دقیقه برنامه ولرو، د عملیاتو په اړه باید اطمېنان موجود وي او د داسې حملو مخنیوی باید وشي."

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په بې ساري ډول لوړ شوی و.

د ملګرو متلونو د یوه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکي وګړي چې په هغه کې ۹۲۷ ماشومان هم وو، وژل شوي او تر ۷۱۰۰ زیات افغانان په جګړه کې زخميان شوي دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چې د افغانستان حکومت پلوي ځواکونه د ۲۴ فیصده ملکي تلفاتو مسؤل دي.

د رپوټ پر اساس، د ملکي تلفاتو مسؤلیت په سلو کې څوارلس د افغانستان امنیتي ځواکونو او په سلو کې ښپږ نړیوالو قواوو ته ور اوړي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۶۳ فیصده ملکي تلفات د حکومت د وسله والو مخالفینو په حملو کې پېښ شوي دي.

د دې ادارې رپوټ وايي، د ملکي تلفاتو مسؤلیت په سلو کې اووه دېرش طالبانو، په سلو کې شل د داعش د خراسان ډلې او په سلو کې شپږ نورو غیر مسئولو وسله والو ډلو ته ور اوړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل پر اهمیت ټینګاړ کړی دی.

هغه ویلي:

"یوازې د افغانانو ترمنځ خبرې کولی شي چې تل پاتې سولې ته لار خلاصه کړي."

XS
SM
MD
LG