د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

افغان ولسمشر د فراه خلکو ته د بخش اباد بند د جوړېدو ډاډ ورکړ


د فراه ولایت ته د ولسمشر غني د سفر یو انځور
د فراه ولایت ته د ولسمشر غني د سفر یو انځور

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن فراه ته د سفر پر مهال د نورو مسایلو ترڅنګ، په دغه ولایت کې د بخش اباد د بند پر جوړولو هم خبرې وکړې.

ده وویل، د دغه بند د طرحې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او د انحرافي تونلونو د تړون چارې به یې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د تدارکاتو د کمېسيون تر تأیید وروسته پیل شي.

ولسمشر غني د فراه اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د بخش اباد د بند په جوړولو کې به هېڅ هڅه ونه سپموي، خو د هېواد د پرمختګ په بېلابېلو برخو کې یې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه:

"هر کله چې مو اتفاق کړی، لوی کارونه مو ترسره کړي، خو زموږ مرض ناروغي ده، کله مو چې په نفاق حرکت کړی، بایلل مو درلودل که نه؟ ځکه د نفاق بیه ملت ورکوي."

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ښاغلي غني سپارښتنه کړې، کومه برښنا چې د جنراتورونو په ذرېعه په دغه ولایت کې ترلاسه کېږي، باید له ۴ میګاواټو ۶ میګاواټو ته ډېره او د برښنا د لګښت تعرفه یې هم باید له ۳۵ تر ۱۷ راټیټه شي.

ښاغلي غني له خلکو سره د لیدو پرمهال ویلي چې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو سره به مرستې وشي او د راتلونکې لپاره یې د تدابیرو په اړه اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې کړي دي.

ښاغلي غني همداشان ویلي چې د فراه د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره به یو پلاوی وګمارل شي او د موندنو په اساس به یې د وضعیت د ښه والي په هدف، جدي کارونه ترسره شي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی سمیع الله صمیم وايي، باور نه لري چې دغه ژمنې عملي شي.

نوموړي وویل:

"جمهور رئیس یو ځل بیا د بخش اباد د بند د جوړېدو زېری ورکړ، دا بند د فراه د خلکو لومړیتوب دی، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې د دغه سفر نتیجه به ووینئ چې نه یوازې دا چې د فراه د خلکو دردونه به درمل نه شي، بلکې د نه عملي کېدو په صورت کې به يې د خلکو او حکومت ترمنځ خفګان نور هم زیات شي."

محمد اشرف غني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ کونړ ولایت ته تللی و او هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به اقدامات وشي.

خو مخکې له دې په ځینو ولایتونو کې خلکو انتقادونه کړي چې د ملي یووالي حکومت په خپلو ژمنو لازم عمل نه دی کړی او همدغه موضوع پرحکومت د خلکو د بې باورۍ لامل ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG