د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په کندز کې په پسرلني کمپاین کې ۱۵۰ زره نیالګي کېنول کېږي


د کندز والي عبدالجبار نعیمي د نیالګیو د کېنولو په حال کې
د کندز والي عبدالجبار نعیمي د نیالګیو د کېنولو په حال کې

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په پسرلني کمپاین کې د دې ولایت په کچه ۱۵۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول کېږي.

د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په پسرلني کمپاین کې د مرکز اړوندو سیمو او دغه راز د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې د چاپېریال د سمسورتیا په هدف یولک او پنځوس زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول کېږي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي په دې اړه له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل:

د کندز ښار
د کندز ښار

"دا یولک او پنځوس زره ونې د کندز په مرکز او ولسوالیو کې کېنول کېږي او موږ تلاش کوو چې خلک وهڅو ترڅو له کېنول شویو نیالګیو په سمه توګه څارنه او ساتنه وکړو، ترڅو زموږ دغه کمپاین ښه نتیجه ورکړي."

په ورته وخت کې د دې ولایت مدني فعالان بیا وايي چې د نیالګیو کېنول یوازې د بزګرانو مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې هر وکړی مکلف دی چې د خپل چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا په خاطر زینتي ونې، نیالګي او ګلان کېنوي.

د کندز یو تن مدنې فعال امید عمرخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ هدف دا دې چې کندز ته زرغونتیا او سمسورتیا وبښو او موږ ژمن یوو چې له خپل چاپېریال او طبیعته په جدې ټوګه سانته وکړو، څو یو ښکلی او سمسور ماحول ولرو."

بل خوا د نوموړي ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د ټولنې هغه شمېر وګړي چې د طبیعت او چاپېریال ښکلا او سمسورتیا ته ارزښت ورکوي، نو په طبیعې ډول د جنګ او تاوترېخوالي مخالف دي او دغه راز هڅې کوي چې په ټولنه کې د ښکلا او سولې فرهنګ ته وده ورکړي.

د کندز دوو تنو اوسېدونکو عزیزي امیني او سربلند مایار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د کندز مدني فعالان او ځوانان دلته راټول شوي دي او موږ دلته یو یو نیالګی د سولې په نوم کېنوو او له هغه په ښه توګه روزنه او پالنه کوو، ترڅو زموږ په هېواد کې تل پاتې سوله راشي."

"دکندز په کچه له یولک زیات نیالګي کېنول کېږي او موږ دا نیالګي د سولې په نوم کېنوو ترڅو د سولې فرهنګ ته وده ورکړو او ان شاءالله په راتلونکي کال کې به سوله راځي."

له دي سره سم د کندز اوسېدونکي د نیالګیو د کېنولو له کمپاینه هرکلی کوي، خو زیاتوې چې هرکال په دې ولایت کې د دولتي ادارو له خوا زرګونه نیالګي په بېلابېلو سیمو کې کېنول کېږي، خو د دوبي په موسم کې د اوبو د نشتوالي او د نه پاملرنې له کبله د دغو کېنول شویو نیالګیو ډېره برخه وچېږې او سلګونه لکه افغانۍ چې په دې برخه کې لګول کېږې، په سیند لاهو کېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG