د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

افغان حکومت په راروان پسرلي کې د پراخو تهاجمي حملو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي

یو افغان سرتېری
یو افغان سرتېری

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د پسرلي په راتګ سره د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف په تهاجمي حملو کې د زیاتوالي خبره کوي.

د پسرلي په را رسېدو سره د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د وسله والو مخالفینو د ځپلو او ترورېستي پېښو د مخینوي لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان دفاعي ځواکونه چمتو دي چې په پوره مېړانه د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

ده وویل:

"د پسرلي راتګ يا د نوي کال په راتګ سره هم موږ بشپړ چمتووالی لرو او په ټول قوت سره به د افغانستان له خاورې دفاع کوو او د ترورېستي ډلو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، ولس ته ډاډ ورکوو چې ستاسو په همکارۍ افغان دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې تاسې ته يو با ثباته چاپېریال رامنځته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې جګړې زور اخلي او خلک له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخ کېږي.

بل خوا په ننګرهار او کابل ولایت کې وروستیو حملو چې په کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، يو لړ اندېښنې راپارولي دي.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر یادغونډه د هاوانونو په توغولو ۱۱ تنه وژل شوي او ۹۵ ټپیان شوي دي.

بل خوا د ننګرهار هوايي ډګر ته نږدې د (E.B.E) په شرکت باندې پنځو تنو وسله والو حمله وکړه چې په کې د دغه شرکت ۱۱ کارکوونکي ووژل شول.

د دغو ډواړ حملو مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش په غاړه واخيست، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وسله والو طالبانو کړې ده.

له دې ټولو سره سره د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ترورېستي ډلې د پخوا په پرتله کمزورې شوي او د پسرلنیو عملیاتو پرمهال به لا وځپل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

دی زیاتوي:

"موږ خپلو تهاجمي او تعرضي عملیاتو ته په شدت سره دوام ورکوو، دښمن په ټول افغانستان کې کمزوری شوی دی، مشران یې هره ورځ وژل کېږي، په پسرلنيو عملیاتو کې به هم په هغو سیمو کې زموږ عملیات پیلېږي چې کشف او استخباراتو په نښه کړي دي، موږ تاسو او ستاسو له لارې خلکو ته ډاډ ورکوو چې په پسرلي کې به دښمن نور هم کمزوری شوی وي او په امنیت کې به ښه والی راغلی وی."

ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترورېستي پېښو د مخینوي لپاره هم ځانګړي پلانونه لري چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره د د دغو پېښو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد بیا په دې باور دی چې که د سولې روانې هڅې نتیجه ور نه کړي، نو په را روان پسرلي کې به جګړې لا زور واخلي.

دی وایي:

"که حالات همداسې دوام وکړي او سوله ونشي او امریکا او ناټو د افغان ځواکونو له ملاتړه لاس واخلي، ستونزې به لا زیات شي چې په راتلونکي پسرلي کې به هم ملکي تلفات زیات وي او هم به دواړو لورو ته زیاته مرګ ژوبله واوړي."

ښاغلی مجاهد وايي، يو شمېر هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د خپلو ګټو لپاره دلته جګړه روانه وساتي او افغانان خپلو منځو کې جوړ رانشي.

نوموړی له طالبانو او افغان حکومته غواړي چې نور وسله په ځمکه کېږدي او خپلو کې سوله وکړي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني هم وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې له ټولو امکاناتو استفاده کوي او په دې برخه کې به خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سمپوي.

راپور: محمد واصل وصال

This item is part of
XS
SM
MD
LG