د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

عرفان: افغان حکومت باید له ځنډ پرته له طالبانو سره د مذاکرې نوی پلاوی وټاکي


د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې افغان حکومت باید له ځنډ پرته له طالبانو سره د مذاکرې نوی پلاوی وټاکي.

که څه هم د حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم د پراخولو او په دې اړه د مشورو له پیل څخه له یوې اوونۍ زیات وخت تېرېږي، خو داسې ښکاري چې لا هم لازم پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومت غواړي چې دغه ټیم ژر اعلان کړي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نوی معرفي کېدوونکی پلاوی باید پراخ او هراړخیز وي چې د ټول ولس استازیتوب وکړای شي.

ده زیاته کړه:

"له حکومته موږ غوښتنه کوو چې ژر د مذاکرې داسې پراخ او هراړخیز پلاوی وټاکي چې په هغه کې بانفوذه او وړ خلک شامل وي، څو وکولای شي چې له طالبان سره په مخامخ خبرو کې د افغان حکومت او ولس بشپړ استازیتوب وکړي."

افغان حکومت په تېر قوس میاشت کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکي ۱۲ کسیز پلاوي لېست اعلان کړ.

په ‌دغه لېست کې یو کس د عالمانو شورا، یو کس د ملي شورا او پاتې نهه نور حکومتي چارواکي دي.

خو د راپورونو له مخې، په دې ورستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان مشرانو سره په خبرو کې د دغه ټیم د پراخولو خبره کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د حوت د میاشتې په نهمه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دې اړه د مشورو لړۍ پیل شوې او تازه څرګندونې هم په دې اړه دا دي چې دا لړۍ روانه ده.

دا په ‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره په پنځم پړاو خبرو بوخت دی او دا خبرې دیارلسمې ورځې ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له دې ډلې د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی ټینګار کوي چې حکومت باید په نوي مذاکره کوونکي پلاوي کې بې طرفه کسان شامل کړي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی

ده وویل:

"حکومت داسې کسان باید په مذاکره کوونکي پلاوي کې ورګډ کړي چې د طالبانو او د پاکستان خصلت ورته معلوم وي، دوی باید پوه، بې طرفه او وطن دوست افغانان وي، باید له تاثیر لاندې رانه شي او دومره مهارت ولري چې له طالبانو سره د سولې ممکن بین الافغاني خبرې بریالۍ کړي."

بل خوا په‌ دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي څېرو هم له وسله‌ والو طالبانو سره په قطر کې لیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هغه کسان دي چې له طالبانو سره یې په یو شمېر ناستو کې ګډون کړی دی.

د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم اعلان ته که له یوې خوا د خلکو د استازو تادي ده، نو له پلوه یې په کیفیت هم ټیګار کېږي، ځکه مخکې تر دې د پخواني ټیم په اړه انتقادونه موجود وو.

خو وبه لیدل شي چې د سلا مشورو نتیجه څه راوځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG